د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن په سانفرانسیسکو کې د روسیې د قونسلگرۍ د تړلو امر وکړ


په سانفرانسیسکو کې د روسیې قونسلگري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د سانفرانسیسکو په ښار کې د روسیې د قونسلگرۍ او په واشنگټن او نیویارک کې د روسیې د دیپلوماتیک ماموریت پورې د مربوطو دوو ودانیو د تړلو امر وکړ.

د واشنگټن دغه اقدام د روسیې د وروستني تصمیم په غبرگون کې شوی چې له امریکا یې غوښتي چې په روسیه کې د خپلو دیپلوماتانو شمیر کم کړي.

تیره میاشت د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس له لورې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو د لگولو په غبرگون کې مسکو وویل چې یواځې ۴٥٥ امریکایي دیپلوماتان حق لري چې په دې هیواد کې پاته شي. دا په دې معنی دي چې په روسیې کې د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت نمایي غړي باید له هغه هیواد نه ووځي.

د امریکا کانگرس پر مسکو باندې دغه بندیزونه د امریکا په انتخاباتو کې د لاس وهنې او د روسیې سره د اوکراین د کریمیه جزیرې د یوځای کولو په خاطر لگولي دي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیتر ناورت، وویل چې په سانفرانسیسکو کې د روسیې د قونسلگرۍ او په واشنگټن او نیویارک کې د هغه هیواد د دوو دیپلوماتیکو ودانیو د تړلو کار باید د سپتمبر تر دوهمې پورې بشپړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، د امریکا د متحده ایالاتو ددغه تصمیم په اړه خفگان څرگند کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې مسکو به د واشنگټن وروستی اقدام د پوره ارزونې وروسته خپل غبرگون څرگند کړي.

په سانفرانسیسکو کې د روسیې قونسلگرۍ د امریکا د لویدیځ اوو ایالتونو ته قونسلي خدمتونه کوي. روسیه په واشنگټن کې د سفارت سربیره په نیویارک، سیتل او یوستن کې هم قونسلگرۍ لري.

XS
SM
MD
LG