د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سره د پاکستان د تازه اړیکو لپاره د پارلمان وړاندیزونه


د پاکستان پارلیمان پرون د پنجشنبې په ورځ د رایو په غوڅ اکثریت د هغو شرطونو لیست منظور کړ چې باید امریکا پرې عمل وکړي او تر هغه وروسته به د دواړو هیوادونو اړیکې بیرته جوړې شي او هم به په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو لار بیرته پرانیستل شي.

د ناټو او امریکا سره د پاکستان د ګډ کار کولو په اصلاح شویو شرطونو کې غوښتل شویدي چې د پاکستان په خاورې کې دې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پای ته ورسیږي او امریکا دې بې د کوم شرط او قید نه د هغو 24 پاکستاني عسکرو د وژلو په خاطر بخښنه وغواړي چې تیر کال د ډیورنډ کرښې سره نږدې د ناټو په یوه هوایي برید کې وژل شوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو پدې پیښې باندې خواشیني ښودلې ده او وایي چې دا یو تصادفي عمل ؤ خو د پاکستان نه یې تر اوسه بخښنه نده غوښتلې.

د پاکستان د پارلمان د ملي امنیت د جرګه ګۍ مشر سناتو رضا رباني د شرطونو دغه لیست چې څوارلس مادې لري، د پارلمان غړو ته اعلان کړ. ښاغلي رضا وویل پدې خاطر چې د پاکستان ملي حاکمیت او تمامي ارضیت محفوظ وساتل شي، پکار ده چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په شمول د امریکا پوځ د پاکستان په خاورې کې ننوتل بند کړي.

" پکار ده چې په پاکستان کې د امریکا په پل ایښودو باندې غور وشي. او دا پدې مانا چې لومړی باید چې د پاکستان په خاورې او سرحدي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دې ژر تر ژره بند شي، دویم دا چې د پاکستان خاورې ته دې د هرې بهانې پر اساس چې وي، غیرې قانوني داخلیدل بند شي او دریمه دا چې دیته به اجازه ورنکړي شي چې د پاکستان د هوایي فضا او یا ځمکې له لارې دې افغانستان ته وسلې او مهمات انتقال شي. "

په وړاندیزونو کې په پاکستان کې دننه د پټو فعالیتونو منع کول هم غوښتل شویدي او بله دا چې د شخصي امنیت هیڅ کوم قراردادي او یا د استخباراتو کارکوونکي ته به دا اجازه ورنکړل شي چې پاکستان ته دننه شي.

د ناټو د ځواکونو لخوا د 24 پاکستاني عسکرو تر وژل کیدو وروسته، د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا سره اړیکې سختې کړلې او هم یې د ناټو لپاره اکمالاتي لارې بندې کړلې او ویلي یې ؤ چې د ملک پارلیمان به پدې غور کوي.

د امریکا او پاکستان د تازه اړیکو په اړه د پاکستان ټولو سیاسي او مخالف ګوندونو او همدارنګه د پوځ مالومات سره شریک کړیدي.

صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني د پنجشنبې په ورځ د پارلمان غړو ته وویل که څه هم چې دا پروسه زیات بحث او پراخه مذاکراتو ته اړتیا لري خو د پارلمان د غړو د غوڅ اکثریت له برکته یو ځل بیا د پاکستان د نړیوال امنیت په پالیسۍ باندې د پارلمان د څارنې او دیموکراتیک حساب کتاب ښکارندوی ده.

" د پارلمان آغلې رئیسې، مونږ نن تاریخ جوړ کړ. زمونږ پارلمان هر وخت دا ښودلې، هر کله چې د ملي ګټو مسله وي نو مونږ یوه خوله او یو موټی کیږو. "

ګیلاني ويلي دي چې د امریکا سره د پاکستان په اړیکو کې به د پارلمان وړاندیزونه د هغوي لپاره د لارښوونې لپآره مهم وي.

خو امریکايي چارواکي دیته زړه نه ښه کوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي ځکه چې هغوي وایي د طالبانو او د القاعده د شبکې پر ضد د دغو الوتکو نه کار اخیستل یوه کامیابه لار ده.

دغه چارواکي همدارنګه وایي د پاکستان سره دا داسې موازینه اړیکو غوښتونکي دي چې هم د پاکستان ملي حاکمیت وساتل شي او هم د امریکا امنیت پکې په پام کې نیول شوی وي.

XS
SM
MD
LG