امریکا پرون د چهارشنبې په ورځ د پاکستان نه لدې کبله بښنه وغوښته چې د ناتو یوې هلیکوپتري د افغانستان سره سرحد ته نژدې په یوې تاڼې باندي په حمله کي دوه پاکستاني عسکر ووژل او ویې ویل چي په دغو عسکرو باندی د یاغیانو ګمان شوی و.
جنرال ډیویډ پیټریس چي په افغانستان کي د امریکا او ناتو د قواو مشري په غاړه لري، وویل چي ائتلافي قواوي ددغو تلفاتو له کبله " ژور تاسف " کوي.
هغه هوډ وکړ چي دوی به د پاکستان د اردو سره له نژدې کار وکړي چي ددې تضمین وسي چي داسي پېښي به بیا نه تکراریږي. په پاکستان کی د امریکا سفیري هم ددغو عسکرو د وژل کیدو له کبله معافي غوښتې او هغه یې " ډیره سخته پېښه " بللې ده.
د پاکستان او ناتو یوه ګډ هیات په خپلو تحقیقاتو کي دا نتیجه ترلاسه کړې چی که د ائتلافي قواو او د پاکستان د اردو ترمنځ ښه همکاري موجوده وای، نو ددې حملې مخنیوی کیدای سو.
دا حمله د تیري پنجشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چي د ناتو هلیکوپتري کله چی یې طالبان تعقیبول، د افغانستان نه د پاکستان سرحد ته ورواوښتې.
په تحقیقاتو کی دا معلومه شوې چي د ائتلافي قواو دوو هلیکوپترو د پاکستان په یوې سرحدي تاڼې باندي وروسته له هغه حمله وکړه چي ددغي تاڼې نه ډزي ورباندی وشوې.
رپوټ وایي چي تحقیقات کونکي په دې باور لري چي د پاکستان د سرحدي تاڼې یوه محافظ په هلیکوپترو باندی د خبر داري ډزي وکړې.