د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان سره پنځه سوه میلونه ډالره نورې مرستې کوي


امریکا پاکستان سره پنځه سوه میلونه ډالره نورې مرستې کوي
امریکا پاکستان سره پنځه سوه میلونه ډالره نورې مرستې کوي

دامرېکا حکومت به پنځه سوه میلیونه ډالر د پاکستان سېلاب ځپلو ته دمرستوپه توګه ورکړي. دامرېکا متحده اېالاتو اعلان وکړ چې دا مرستې به ددغه هېواد د بېارغونې لپاره چې سیلابونو تخریب کړیدی، ورکړي.

دافغانستان اوپاکستان لپاره دامرېکا خاص استاځي رېچردهالبروک، اعلان وکړ چې دامرېکا متحده اېالات به په ډېره چټکۍ نېم بېلون ېا پنځه سوه ملېونه ډالره مرسته پاکستان ته ددی لپاره ورکړی چې په ملېونونو سېلاب ځپلو پاکستانېانو سره مرسته وکړی.

"اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې د بېا رغونی هڅی ګړندۍ کړی شی چې سېلاب ځپلې کورنۍ په خپل سرباندی داېمی چت بېرته ودان کړی. خپل هغه مالونه بېرته لاسته راوړی چی سېلاب ترېنه وړ ي وو. خپلې زمکی اوکروندی بېرته ابادی کړي . خپل ماشومان بېرته ښوونځېو ته ولېږي او بېرته خپل عادی ژوند پېل کاندي."

رپوټ وايي چې دا سېلاب د پشه کال دبارانونو په وجه، د جولای په مېاشت کې پېل شوی و او د هېواد په لوېه برخه کې خپورشو. ددغه سېلاب له امله تقرېبا شل ملېونه خلک له خپل کور اوکلی نه بې ځاېه شول.

دغه اضافې مرسته له هغو اوه نېم $7.5 بلېون ډالرو نه را جلا کړی شوېده چې د څو کلونو په موده که به پاکستان ته ورکړل شی. دامرستی په ملکی برخه کې پاکستان ته ورکول کېږی. داروپۍ پرهغو پنځه سوه ملېونو ډالرو مرستی سربېره دی چې امرېکا پاکستان ته د سېلاب دمصاېبو داغېزو دکمولو لپاره ورکړېدي.

سفېر هالبروک د پاکستان انکشافې اداری ته ووېل چې ددغو پېسو په لګولو کې به حساب اوکتاب ډېره ضروری خبره وی که پاکستان غواړی چې دامرستی ورسره ادامه پېدا کاندی.

" ددې لپاره چی موږ دومره زېاتومرستو ورکولو ته ادامه ورکړو، نوپکارده چې موږ دامرېکا خلکو ته او دامرېکا مالېه ورکوونکېو ته وښودلی شو ، چې داپېسی هغو کسانو ته رسېږی چې زښته ډېره اړتېا ورته لري. دادهغوامرېکا ېانو پېسی دی چې د خپلوعاېداتو په سر غټه مالېه ورکوي."

رپوټ وايی چی د پاکستان حکومت دانکشافې اداری په نامه ، ېوه اداره جوړه کړېده چې دمرستو پېسی مستقېما هغو کسانو ته ورسوی چی سېلاب ځپلې دي.

د پاکستان دغی انکشافې ادارې، ته د هالبروک له خبرو نه وروسته د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا ګېلانی هم خبری وکړلی . هغه ووېل چې د سېلاب ځپلو له امله دومره غټه خساره دې ملک ته اووښتی ده چې په جوړولو به ېې په بلېونو ډالره ولګېږي.

"پاکستان وکړلی شول چې هغه سملاسی ستونزه چی د سېلاب اوترهګرۍ له امله مځنته راغلی وه ، دهغی چاره وکړي. خو سره له دې هم د اوږدی مودی ستونزی او ډېرې غټی ستونزی، لا زموږ په مخکی دي. د سېلاب له امله داووښتو تاوانونو، او خرابېو په جوړولوباندې به په بېلونو ډالره پانګه ولګېږي. "

رپوټ وايی د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا ګېلانی له بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه وغوښتل چې د پاکستان حکومت ته نور وخت هم ورکړی چی غټ اصلاحات منځته راولی . هغه ووېل تاسی داسی فکر کولی شی چې داکار همدا اوس د پرمختګ په حآل کې دی.

ښاغلي ګېلاني ووېل دډېرو اړخونو له امله پاکستان د ډېزو مخ په انکشافو هېوادونو په څېر دی. دنورو په څېر موږ هم په حکومت کې د انصاف او اداری فساد له ستونزو سره مخ ېو. داځکه چې موږ په خپل ټولنېز جوړښت باندی پانګه لګونه نده کړی. خو دا د پرمختګ په برخه کې ډېرې عامی ستونزی دی چې مخ په انکشاف هېوادونه ورسره مخ دی.

نړېوال بانک او داسېا دانکشاف بانک د سېلاب له امله خساره $9.7- بلېونه ډالره سنجولی ده. خو د پاکستان چارواکی وایی چی 30 بلېونه ډالره به نورهم دهغو سېمو د بېرته جوړولو لپاره ولګېږی چې سېلاب ځپلی دي.

XS
SM
MD
LG