د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې ۲۲ کسه وژلي


په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې ۲۲ کسه وژلي
په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې ۲۲ کسه وژلي

پاکستاني ماموران واېې چې بی پېلوټه امرېکاېې الوتکو نن د شمالي وزېرستان په قبایلي سېمه کې یو کور په څلورو توغندیو وویشتی چې په نتیجه کې یې لږ تر لږ ٢٢ کسان ووژل شول.

پاکستاني چارواکي واېې چې نننۍ حمله د مېران شاه نه تقرېبا ٣٥ کېلومتره لېرې په ېوه کورباندې، چې گومان کېده تندروان په کې پټ شوي وو، وشوه. امرېکاېې ماموران په دې باور دي چې زېاتره طالبان او دالقاعدې غړي په افغانستان کې د ناټو دپوځونو پر خلاف دحملو لپاره دشمالي وزېرستان د خاورې نه کار اخلي او په کې اوسېږي.

پرون دپنجشنبې په ورځ دپاکستان دپوځ لوی درستېز جنرال اشفاق کېاني د پاکستان د حکومت هغه گېله او شکاېت بېا تکرار کړ چې په قباېلي سېمو کې ېې دشک لاندې تندروانو پر خلاف د پېلوټه امرېکاېې الوتکو د حملو په اړه لري.

امرېکاېې ماموران په ښکاره توگه په دغو حملو باندې اعتراف نه کوي.

که څه هم چې جنرال کېاني دا الزامونه رد کړي دي چې گوندې دپاکستان پوځ په قباېلي سېمو کې دطالبانو پر خلاف په پوره زور سره جنګ نه کوي، خو کله چې وړمه ورځ دامرېکا دپوځ دسترو درستېزانو رېس د سمندري قواوو ستر جنرال ماېک مولن، اسلام اباد ته، ووېل چې دپاکستان داستخباراتو اداره په قباېلي سېمو کې د طالبانو سره پټې اړېکې لري نو هغه د پوځ د هلو ځلو نه دفاع وکړه.

له بلې خوا پرون دخېبر پښتونخوا دکوز دېر په سېمه کې د پوځ په ېوه پوسته باندې د طالبانو په حمله کې دپاکستان دپوځ ١۴ تنه عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG