د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا دوه لوړ پوړي ماموران له پاکستاني مشرانو سره خبرو ته کښېني


دامریکا دوه لوړ پوړي ماموران له پاکستاني مشرانو سره خبرو ته کښېني
دامریکا دوه لوړ پوړي ماموران له پاکستاني مشرانو سره خبرو ته کښېني

ټاکل شوې ده چې دامریکا دحکومت دوه لوړ پوړي ماموران به په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره خبرو ته کښېني.

دواړه ملکونه اوس کوښښ کوي چې د القاعدې د مشر اسامه بین لادین د مرگ نه وروسته په خپل منځ کې راپورته شوې شخړې او تشنج پای ته ورسوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازې مارک گراسمېن پرون اسلام اباد ته ورسېد او په پاکستان کې د امریکا سفارت وايې چې هغه به د لوړپوړو حکومتي مامورانو شره وگوري. له بل خوا دامریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې،CIA مرستیال مایکل موریل هم پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره خپل ځان چمتو کوي.

ددې نه مخکې وړمه ورځ دامریکا د مشرانو جرگې د خارجي اړېکو د جرگه گئ رئیس سناتور جان کېري، په اسلام ابا د کې د جمهور رئیس اصف علي زرداري او صدراعظم ېوسف رضا گېلاني سره وکتل او امریکایې ماموران وايې چې خارجه وزېره مېرم هېلري کلنټن به هم ډېره زر پاکستان ته سفر وکړي.

پاکستان دا شکایت لري چې په ابېټ ابا د کې دالقاعدې د مشر د وژلو ېو لپاره په ېو اړخېز ډول دامرکیایي عسکرو عملیات ددغه هېواد د خاورې د بشپړ تیا پرخلاف عمل وو او امرېکاېې ماموران دا پوښتنې کوي چې د پاکستان په پوځ او یا استخباراتو کې چا د القاعدې د مشر سره مرسته کړې وه چې خپل ځان پټ کړي.

XS
SM
MD
LG