سپینې ماڼۍ پر پاکستان باندي غږ کړی دی چې د القاعدې سره د تړلو وسله والو سره دي هر ډول اړیکې وشکوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني نن وویل چې د پاکستان لپاره ضروري ده چې خپلې ټولې اړیکې د حقاني د شبکې سره قطع کړي. هغه د اسلام آباد نه غوښتنه وکړه چې سمدستي دي د دغه وسله والې ډلې په خلاف اقدام وکړي او دا دي یقیني کړي چې دغه ډله نور نو د امریکایانو او پاکستان د خلګو لپاره تهدید نه پیښوي.
امریکایي چارواکي د ډیروخت راهیسې وایي چې د حقاني شبکه چې په افغانستان کې په امریکایي اهدافو باندې بریدونه کوي په خپلو خوندي ځایونو کې د پاکستان په شمالي وزیرستان کی پټ دي.
پرون مولین د امریکا د سنا لخوا په راغوښتل سوې استعماعیه غونډې کی وویل چې د القاعدې سره تړلي د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا ای اس ای په ملاټر کار کوي. هغه دا هم وویل چې دغه ډله د امریکا په سفارت باندي د تیرې اوونۍ د بریدونو د پلانولو او پلي کولو مسولیت په غاړه لري.
دغه راز هغه زیاته کړه چی ای اس ای د حقاني د شبکې د یاغیانو سره د موټر په هغه بمي برید کې چې د وردګو په ولایت کی د سپټمبر په ۱۰ نیټې وسو مرسته کړې وه. د موټر بم په دغه چاودنې کې ((اووه اویا)) امریکایی پوځیان ټپیان سول.
پاکستان په کراتو په دغه هیواد باندې د وسله والو سره د مرستې تورونه رد کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چی که چیري امریکا په افغانستان کې د امریکایی اهدافو په خلاف بریدونو کې د اسلام اباد د تورنولو نه لاس وانخلی نو د دی خطر سته چی امریکا خپل ملګری د لاسه ورکړي.