د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن او د امریکا نور مشران پاکستان ته د خبرو دپاره ځي


کلینټن او د امریکا نور مشران پاکستان ته د خبرو دپاره ځي
کلینټن او د امریکا نور مشران پاکستان ته د خبرو دپاره ځي

د امرېکا د بهرنېو چارو دوزېرې مېرمن کلنټن او د CIA د رېس ډېوېډ پېټرېس په ګډون ېو شمېر لوړ پوړي امرېکاېې مامورین به نن په اسلام اباد کې دپاکستااني چارواکو سره وگوري او په قباېلي سېمو کې به د طالبانو پر ضد دعملېاتو په اړه ورسره خبري وکړي. په پلاوي کې دامرېکا د پوځ د سترو درستېزانو د کمېټې رېس جنرال ماټن ډېپمسې هم شامل دی.

په عېن وخت کې مېرمن کلنټن نن په کابل کې د افغانستان د جمهور رېس حامد کرزي سره د کتلو نه وروسته خبرېالانو ته ووېل چې پاکستان باېد دافغانستان د شخړې په حل کولو کې شامل شي، او باېد دهغو ټرورېستانو مخه ونېسي چې هم په پاکستان او هم په افغاننستان کې بریدونه کوي.

دامرېکا حکومت د څه مودې راهیسي په پاکستان باندې خپل فشار زېات کړی دی او ځیني غواړي چې په شمالي وزېرستان کې دي د حقاني د شبکې د جنگېالو پر ضد پوځي عملېت وکړي.

دحقاني شبکه چې وېل کېږي په شمالي وزېرستان کې مرکزونه لري، په افغانستان کې ېې په امرېکاېې او اېتلافي ځواکونو باندې څو وارې حملې کړې دي.

پاکستان دامرېکاېې مامورینو دا تورونه رد کړي چې وايي ISI د حقاني دشبکې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG