د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر واشنګټن ته د پاکستان په هکله پټ پیغام لېږلی


د امریکا سفیر واشنګټن ته د پاکستان په هکله پټ پیغام لېږلی
د امریکا سفیر واشنګټن ته د پاکستان په هکله پټ پیغام لېږلی

د امریکا د واشنگټن پوسټ معتبري ورځپاني لیکلي دي چي په افغانستان کي د امریکا سفیر ( ریان کراکر ) تیره میاشت واشنگټن ته یو پټ او مخفي پیغام استولی و او په هغه کي یې دا خبر داری ورکړی و چي په پاکستان کي ددښمن پټ ځایونه په افغانستان کي د امریکا د سټراتیژۍ د کامیابۍ په لار کي لوی خطر دی.

رپوټ وایي چي دا پیغام دومره پټ او سري و چي هغه د سي آي اې له لاري استول شوی و، نه د بهرنیو چارو د وزارت له لاري چي د سفارت عادي چینل دی.

دغي ورځپاڼي د هغو مامورینو له قوله چي نومونه یې نه دي ذکر کړي پرون د جمعې په ورځ لیکلي دي چي د( ریان کراکر ) په دې پیغام کي دا نتیجه ترلاسه شوې ده چي په پاکستان کي د حقانی د شبکې له خوا د یاغیانو د فعالیتونو په بندولو کي د امریکا د کلونو کلونو هلي ځلي ناکامي شوي دي. دا شبکه د طالبانو مهمه متحده شبکه ده

په رپوټ کی دا هم ویل شوي دي چي یوه مامور په پاکستان کی د یاغیانو دغه پټ ځایونه د افغانستان د جگړې د ستراتیژۍ د پاره « معامله گري » بللې ده.

امریکا د اوږدې مودې را پدې خوا په پاکستان کي د یاغیانو ددغو پټو ځایونو په هکله په غوصه ده. او د هغه وخت را وروسته چي امریکا په پاکستان کي دننه د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه، ددغو دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نوري هم پسې خراپي سوې.

XS
SM
MD
LG