د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر زرداري به د شیکاګو په غونډه کې برخه واخلي


د پاکستان چارواکي وايي ولسمشر آصف علي زرداری به د شیکاګو په راتلونکي سرمشریزه غونډه کې گډون وکړي. د پاکستان کابینې هغه بلنه منظورکړله چې ولسمشر زرداري ته ددې لپاره ورکړل شوې وه چې دافغانستان پر حالاتو بحث وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبی په ورځ وویل چې ښاغلي زرداری دناټو بلنه منلې ده او د ده کابینې هم داپریکړه منظورکړې ده. هغه به د نورو هېوادونو له مشرانو سره ددغې سرمشریزې غونډې په ترڅ کې وگوري. په دې سفر کې به له هغه سر ه دبهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر او دبهرنیو چارو د وزارت سکرتر جلیل عباس جیلانی هم برخه واخلي.

دناټو عمومي منشي اندریس فاغ راسموسن ښاغلی زرداری ته ددې اونۍ په سرکې بلنه ورکړی وه. هغه دا کار وروسته له دېنه وکړچې پاکستان دا یادونه کړی وه چې ډېر ژر به د ځمکنیو اکمالاتو لاره په افغانستان کې دنړیوالو قواو لپاره پرانیزي.

دغه لاره هغه وخت بنده شوه چې پروسږکال د پاکستان د پوځ ٢۴ تنه عسکر د ناټو په هوایې بمبارۍ کې ووژل شول. پاکستان دناټو داکمالاتو دغه مهمه لاره د تېرو شپږو میاشتو راهیسې بنده کړې ده.

دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقې ویکتوریا نولند د چارشنبې په ورځ وویل چې دلاری دخلاصونگ په مذاکراتو کې یوڅه پرمختگ راغلی دی نوموړې داسي وویل" موږ له اوله ویلي وو چې داکار د شېکاگو تر غونډی پورې سرته رسولی شو. داکار یعنی دلاری خلاصونگ به د پاکستان له خوانه افغانستان ته د ملاتړ یوقوي پېغام ورولېږي، همدارنگه به د ایساف ماموریت ته هم د پراخه او قوي ملاتړ پیغام ورولیږي. خوداکار به ترهغه وخت پورې نه وي شوی ترڅو لاره خلاصه نشي. "

د دوشنبی په ورځ د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلانی وویل چې د ده حکومت دامریکا له چارواکو سره په ډیرو جدي او مهمو خبرو کې د ناټو داکمالاتو د لارې د خلاصونگ په برخه کې ښکیل دی.

XS
SM
MD
LG