د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د افغانستان بریدونو د پاکستان په مقابل کې د امریکا دریځ قوي کړ


د فرانس پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د یکشنبې د ورځې هم مهالي بریدونه چې امریکا یې پړه د پاکستان سره تړلې پر حقاني شبکې باندي اچوي، د امریکا دریځ به د اکمالاتي لارې او بې پیلوټه الوتکو په برخو کې غېښتلی کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې د ورځې بریدونه چې ساری یې په تیرو لسو کلونو کې نه و لیدل شوی د پاکستان په قبایلي سیمه ، شمالي وزیرستان کې د حقاني د مشرانو له خوا تنظیم شوي وو. راین کراکړ وویل چې امریکا به پر پاکستان باندي فشار راولي چې په دغه هیواد کې د میشتې حقاني ډلې پرضد اقدامات وکړي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم وویل چې واشنګټن به پر پاکستان باندي خپل فشار ته ادامه ورکړي چې د حقاني شبکې پر ضد اقدامات وکړي.

د آیس ایس آی یو لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې په کابل کې چې څه وشول د هغه نه وروسته ددغه راز غبرګون تمه کیدله.

دغه چارواکي زیاته کړه چې زمونږ وړاندوینه سمه راوختله . مونږ د پیل نه دا ویل چې واشنګټن به د کابل د حملو نه د بهانې په توګه ګټه پورته کړي او پر مونږ باندي به د بې پیلوټه الوتکو د حملو، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو دپیل او د ناټو د کاروانو د اکمالاتي لارې د خلاصولو په خاطر فشار راولي.

XS
SM
MD
LG