د لاس رسي وړ اتصالات

شکیل افریدی، د پاکستان او امریکا د اړیکو د خرابیدو بل غټ لامل


پاکستانی ډاکټر شکیل افریدی
پاکستانی ډاکټر شکیل افریدی

پاکستان پرون د پنجشنبې په ورځ د هغه پاکستاني ډاکټر د بندي کیدو له کبله د امریکا انتقاد رد کړی دی چي د اسامه بن لادن په پیدا کولو کي یې د امریکا سره مرسته کړې وه.

د امریکا د کانګرس یوې کمیټې ددې مسالې له کبله د احتجاج په توګه پاکستان ته د امریکا مرستي بندي کړې.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمي یوې محکمې په ډاکټر شکیل افریدي باندي د ملي خیانت جرم ولګاوه او د ٣٣ کالو بند سزا یې پر راوایستله. په هغه باندي دا تور ولګول سو چي د واکسین کولو جعلي فعالیت یې پیل کړی و چي له دې لاري د القاعدې د مشر او د هغه د کورنۍ د غړو د ( ډي این اې ) سمپلونه برابر کړي او

( سي آي اې ) ته یې ورکړي او دا معلومه کړي چي هغه د پاکستان د اېبټ آباد په ښار کي ژوند کوي.

د امریکا خاصو قواو بن لادن د تیر کال د مې په میاشت کي وواژه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق ( معظم احمد خان ) پرون خبریالانو ته وویل چي " د افریدي دوسیه به د پاکستان د قوانینو په اساس او د پاکستان د محکمو له خوا حل و فصل شي. "

پرون د امریکا د مشرانو د جرګې یوې کمیټې فیصله وکړه چي په ډاکټر شکیل افریدي باندي د ٣٣ کالو بند د سزا را ایستلو له کبله پاکستان ته د مالي مرستو نه ٣٣ ملیون ډالره را کم کړي او په دې ډول به په دغو ٣٣ کالو کي هر کال یو یو ملیون ډالره کم ورکول کیږي.

سناتور ( کارل لیوین ) او سناتور ( جان میکېن ) پرون وغوښتل چي دغه ډاکټر دي سمدستي عفوه سي. هغوي په یوه ګډه بیانیه کي په افریدي باندي ددې سزا را ایستل " ټکان خوړونکی او د قهر او سپکاوي وړ" کار وباله او ویې ویل چي د بن لادن په پیدا کولو کي د هغه مرسته « یو زړه ور، قهرمانه او وطنپال اقدام و. "

بل پلو

د پاکستان د استخباراتو مامورین وایي چي د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي چي د افغانستان سره په سرحدي قبایلي سیمه کی یې وکړه، لس تنه تر شک لاندي یاغیان وژل شوی دي.

دغو چارواکو وویل چي بې پیلوټه الوتکي پرون د پنجشنبې په ورځ په( میران شاه ) کي د یاغیانو په یوه ځاي باندي دوه راکټونه وغورځول.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چي چارواکو وویل د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي چي هغه هم په دې سیمه کي وسوه، څلور یاغیان ووژل سول.

پاکستان غوښتي دي چي په خاوره کي یې د بې پیلوټه الوتکو حملې ختمي شي. مګر امریکا وایي چي دا حملې چي پریاغیانو باندي کیږي ددې لپاره ضروري او ډیري مهمي دي چي القاعده او طالبان ماته وخوري.

XS
SM
MD
LG