د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اتومي وسلو زیاتوالی او د امریکا اندیښنه


پاکستان د متحده ایالاتو د سناتورانو هغه خبره رد کړې ده چې وایي د پاکستان د اتومي وسلو د زیاتوالي نه اندیښنه لري.

پاکستان ویلي دي چې اسلام اباد د خپلې اتومي وسلو نه د هند د گواښونو په وړاندې استفاده کوي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانگړی استازي د چهارشبنې په ورځ د پاکستان– امریکا د اړیکو د راتلونکي په اړه د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د استماعیې غونډې که خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو د کانگرس غړي د پاکستان د اتومي وسلو د زیاتوالي په هکله اندیښنه لري او وایي چې دغه هیواد د ترهگرو د ځالې او د اسلامي سختدریځو د ایدیالوژي د منبعې په توگه پاتې شوی دی.

د متحده ایالاتو د کانگرس جمهوري غوښتونکي او دموکرات غړي وایي که د پاکستان د اتومي وسلو پروگرام په همدې ډول روان اوسي نو د نړۍ په کچه به دریم لوی اتومي پروگرام وي او د لرې واټن ویشتونکي توغندي یې لا ستونزې جوړونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند قاضي خلیل الله په اسلام اباد کې په اونیزو خبرونو کې د متحده ایالاتو د کانگرس د غړو د دغو اندېښنو په ځواب کې وویل چې د اتومي وسلو په هکله خبرې د پاکستان او متحده ایالاتو د ستراتیژیکو خبرو اترو یوه برخه ده.

ښاغلي خلیل الله زیاته کړه "پاکستان یو با مسویلته اتومي هیواد دی. زمونږ د اتومي وسلو پروگرام یو معین هدف لري. مونږ د خپل اټومي پروگرام په درلودو او خوندي ساتلو کې ژمن یو."

د پاکستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازي د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کانگرس د بهرنیو اړیکو جرگه گۍ ته وویل چې متحده ایالات د پاکستان سره د هغه هیواد د اتومي وسلو او امنیتي اندیښنو په هکله واضح خبرې وکړې او اوس په دې هکله اندیښمن نه دی.

د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازي ریچارد اولسن وویل "پاکستان د تیر کال په اوږدو کې د اتومي امنیت په برخې کې ستر گامونه پورته کړي. هغوی د خوندي کیدو په اړوند د خپل مسولیتونو څخه ښه خبر دي او زه فکر کوم چې هغوی په تیره بیا کورني خطرونه هم په پام کې نیولي دي."

ریچارد اولسن د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی
ریچارد اولسن د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی

د امریکا د کانگرس ځیني غړي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت اوس هم د ترهگرو شبکو سره ژورې اړیکې لري او د هغو ملاتړ کوي.

د ښاغلي اولسن په وینا له هغه ورځ نه چې دی په کال ٢٠١٢ کې د پاکستان د سفیر په توگه ټاکل شوی د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې د ٢٠٠١ کال په پرتله ښه والی راغلی.

ښاغلي اولسن وویل"پاکستان یو ډیر پیچلی هیواد دی او مهمه ده چې په تیرو څو کلونو کې د دې هیواد پرمختگونه له پامه ونه غورځول شي."

متحده ایالات په امریکا باندې د سپتمبر یوولسم بریدونو نه وروسته پاکستان ته په پوځي او اقتصادي برخې کې په میلیاردونو ډالره مرسته ورکوي.

خو د امریکا د کانگرس ځینو غړو بیا ادعا کوي چې د پاکستان حکومت اوس هم د ترهگرو شبکو سره ژورې اړیکې لري او د هغو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG