د امریکا د پارلمان غړو د چارشنبې په ورځ پر دې بحث وکړ چې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن د اوسیدو د ځای په اړه پاکستاني چارواکو تر کومه حده مالومات لرل.
د پارلمان جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان وایي هغوي پدې پوهیږي چې پاکستان د امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري خو وایي که چیرته پاکستان پدې اړه پوره حساب کتاب ورنکړي چې څنګه اسامه بن لادن د څو کالونو راپدیخوا په یوه آرامه ځای کې پټ ؤ، نو د دواړو هیوادونو تر منځ به د اعتماد فضا ونه ساتل شي.
دا دوه ورځې کیږي چې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د تړلو دروازو تر شاه استخباراتي مالومات ورکول کیږي خو پرون د امریکا د مشرانو د جرګې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د پاکستان نه په ټینګه غوښتلي دي چې هغوي ته دې هر څومره ژر چې امکان ولري باید چې ځواب ورکړي.
د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د جرګۍ ګۍ غړی سناتور جان مکین پدې اړه داسې وویل:
" مونږ غواړو پدې پوه شو چې پاکستاني چارواکي د اسامه بن لادن د موجودیت په اړه تر کومه حده خبر ؤ."
د امریکا د سنا یو بله غړې سناتوره کیلي ایوټ بیا وایي د پاکستان او امریکا اړیکې پدې پوره اړه لري چې پاکستان د اسامه بن لادن د کور او د اوسیدو د ځای په اړه زمونږ پوښتنو ته څه ډول ځوابونه وایي:
" د اسامه بن لادن د اوسیدو ځای په سیمې کې د نورو کورونو په پرتله اته چنده لوی دی او مونږ اوس دوه شیان غواړو چې پوه شو، لومړی دا چې آیا پاکستاني چارواکو دومره قابلیت نه درلود چې د هغو کور مالوم کړي او یا دا چې آیا هغوي د اسامه د کور نه خبر ؤ خو دا مالومات یې زمونږ سره ندي شریک کړي. دا دواړه پوښتنې زمونږ او د پاکستان تر منځ د اړیکو لپاره ډیرې مهمې دي. مونږ غواړو چې په حقیقت پوه شو او د همدغو حقیقتونو پر اساس خپلې اړیکې د سره پیل کړو. مونږ به د پاکستان چارواکو سره پدې اړه تندې خبرې هم وکړو. "
په عین حال کې د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې دا یوازې د پاکستان نه بلکه د ټولې نړۍ د استخباراتو ادارو ناکامي ښیي چې اسامه بن لادن وکړی شو د څو کالونو راپدیخوا په پاکستان کې په یوه داسې ځای کې ژوند وکړي چې شاوخوا یې پوځي کورونه او اکاډمۍ دي. ګیلاني همدرنګه ویلي دي چې د تروریزم سره جګړه د یوه هیواد کار ندی.
همدارنګه د امریکا په ولسي جرګې کې د کورني امنیت د جرګه ګۍ یوه غړي پیټر کینګ ویلي دي چې د دې خبرې منل ګران کار دی چې پاکستاني چارواکو د اسامه بن لادن د ځای ځایګي په اړه مالومات نلرل.