د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په شمالي وزیرستان کې د عملیات کولو پلان لري


پاکستان په شمالي وزیرستان کې د عملیات کولو پلان لري
پاکستان په شمالي وزیرستان کې د عملیات کولو پلان لري

د پاکستان پوځ وایي هغوي دا مني چې د شمالي وزیرستان په ناآرامې قبایلي سیمې کې د جنګیالیو ګواښ شته دی او وایي پلان لري چې هلته به پوځي عملیات وکړي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو خبره په هغو مراسمو کې کې وشوه چې په پاکستان کې د امریکا د بشري مرستو د هوایي ماموریت د پای ته رسیدو په خاطر جوړه شوې وه.

د امریکا متحده ایالات په پاکستان باندې فشار اچوي چې په شمالي وزیرستان کې دې د جنګیالیو پر ضد پراخه عملیات پیل کړي. شمالي وزیرستان چې د افغانستان پولې ته نږدې پرته سیمه ده، ویل کیږي چې د حقاني شبکه، افغاني طالبان او د القاعده د شبکې یو شمیر جنګیالي پکې پټ شویدي.

د پاکستان د پوځ سیمه ایز قوماندان ډګرجنرال آصف یاسین چې اسلام آباد ته نږدې د غازي په هوایي ډګر کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې، هغه انتقادونه یې رد کړل چې وایي پاکستان د جنګیالیو پر ضد په اقدام کولو کې زړه نا زړه دی.

" د پاکستان د پوځ زیات شمیر عسکر په شمالي وزیرستان کې په تصفیوي او ځینو نورو خاصو عملیاتو باندې لګیا دي. زمونږ عسکر هلته د جنګیالو او دهغوي د پټیدو د ځایونو په له منځه وړلو باندې اخته دي. په شمالي وزیرستان کې په عمومي ډول وضع ښه ده خو بیا هم ځینو اقداماتو ته اړتیا شته ده او مونږ هلته د ورتګ لپاره په پلان باندې کار کوو. "

د پاکستان د پوځ دغه جنرال او د پاکستان لپاره د امریکا سفیر کیمرون منټر د پوځ په یوې هوایي اډې کې د امریکا د مرستو رسولو د هغه ټیم سره خدای په اماني وکړه چې د هوا له لارې یې بشري مرستې خلکو ته رسولې.

جنرال آصف یاسین دا نه ویل چې په شمالي وزیرستان کې به پراخه پوځي عملیات کله پیل کیږي او زیاته یې کړه چې دا یوه تاکتیکي پریکړه ده او پوځي اړتیاوو ته په کتو سره به وشي.

هغه وایي چې د پاکستان امنیتي قواوې له یوې خوا بشپړ تجهیزات نلري او له بلې خوا په زرګونه تنه نور یې د افغانستان پولې ته نږدې په هغو سیمو کې د امنیت ساتنې دنده په غاړه لري چې څه موده وړاندې پکې عملیات شويدي او محلي جنګیالي ترینه ایستل شویدي.

انتقاد کوونکي وایي چې د پاکستان پوځ پخپلې خاورې کې د محلي جنګیالیو سره جګړه کوي خو د حقاني شبکې، افغاني طالبانو او د القاعده د شبکې دهغو جنګیالیو په خلاف اقدام نکوي چې په شمالي وزیرستان کې یې پاخه سنګرونه جوړ کړیدي.

د امریکا سفیر کیمرون مونټر بیا پخپل نوبت هغه خبرې رد کړې چې وایي د ویکي لیکس د ویب پاڼې لخوا د محرمو اسنادو په خپرولو سره به د پاکستان او امریکا په اړیکو کې ستونزې پیدا شي. هغه همدارنګه په افغانستان کې طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره او د تروریزم ضد په جګړې کې د پاکستان هڅې وستایلې.

" مونږ د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې لرو او د هغوي سره هر څومره چې امکان ولري د نږدې نه او په صداقت سره کار کوو. زما هیله دا ده چې ګډې هڅې به مو د تروریزم سره جګړه او د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره کار کول وي. او همدارنګه به د هغو ډلو سره په ګډه جګړه کوو چې د دواړو دښمنان دي. "

په پاکستان کې د تیر اوړي د سختو او تباه کوونکو سیلابونو نه وروسته د امریکا 35 پوځي هیلوکوپترې هلته تللې وې او د هوا له لارې د بشري مرستو په رسولو کې یې همکاري کوله، او دغه ماموریت یې پرون پای ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG