د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د فلسطین د نوي لومړي وزیر هرکلی کوو


امریکا، د فلسطین د نوي لومړي وزیر د انتخاب هرکلی کړیدی او ویلي یې دي چې عالم رامي حمدالله په سخته شیبه او د فرصت په شیبه کې انتخاب شویدی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د حمدالله نه غوښتي دي چې په لویدیځه غاړه کې دي خپله کابینه جوړه کړي. دی د سلام فیاض په ځای راځي. هغه د اپریل په میاشتې کې خپله استعفا اعلان کړی وه، خو په دی میاشتې کې ځي.

اسلامی سر تیري ډلې حماس چې د غزې تړانګه یې په لاس کی ده، د حمدالله انتخاب رد کړیدی. د دې ډلی نطاق دغه انتخاب غیر قانوني بللی او ویلي یې دي چې د فلسطنیانو وحدت ته گټه نه رسوي.
XS
SM
MD
LG