د لاس رسي وړ اتصالات

پنیتا: د افغانستان په هکله د امریکا د حکومت د پریکړه دفاع کوم


د امریکا د دفاع وزیر لیان پنیتا د ولسمشر اوباما د حکومت د هغو پلانونو دفاع کوي چې غواړي په افغانستان کې د یوې لسیزې جګړه پای ته ورسوي. ښاغلي پنتیا نن د یکشنبې په ورځ د امریکا د ای بي سي په تلویزوني چینل کې د مرکې پرمهال وویل چې امریکا اوس هم په یوې جګړې کې راښکیل ده خو اوس دغه جګړه پر سمې خوا روان ده.

پنیتا وايي چې هغه د هغه پلان ملاتړ کوي چې په لړ کې یې د افغانستان د جګړې د خمتولو دپاره مهال ویش ټاکل شوی دی. خو میت رامني بیا ددغه مهال ویش سره مخالفت لري. ویل کېږي چې میت رامني به د جمهوري غوښتونکو د ګوند په استاځیتوب په مني کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې ودریږي.

ښاغلي پنتیا همدغه راز د پاکستان پر هغې پریکړې باندي نیوکه وکړه چې په لړ کې یې یوه پاکستاني ډاکټر ته اوږده سزا ورکړل شوه چې د سي آی ای سره یې د بن لادن په پیدا کولو کې مرسته کړې وه.

پنتیا زیاته کړه چې نوموړي ډاکټر د پاکستان پرضد کار نه کوی بلکې د امریکا سره یې په دې کې مرسته وکړه چې د نړۍ تر ټولو غټ ترهګر پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG