د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او فیلیپین د چین د اندېښنو برسیره نظامي تمرینات پیل کړل


امریکا او فیلیپین د چین د اندېښنو برسیره چې د سمندري ځواکونو په برخه کې یې لري، نن د دوشنبې په ورځ ۱۲ ورځنیز نظامي تمرینات پیل کړل . د دواړو خواوو قوماندانانو نن د دوشنبې په ورځ په مانیلا کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې دغه تمرینات پیل کړل. د فلیپین لوی درستیز جیسي ډیلوسا په غیر واضیح توګه د یو لړ نړیوالو مسلو له امله د موجوده خطر خبرداری ورکړ.

ډیلوسا دغه خطرونه په ډاګه نکړل خو تیره اونۍ د چین کښتیو د فیلیپین د جنګي بیړۍ مخه ونیوله چې غوښتل یې د چین جنوبي برخې ته پروت سیند کې د څو چینايي کب نیونکو کښتیو عمله ونیسي.

فیلیپین د چین پر کب نیونکو کښتیو باندي تور لګوي چې په غیر قانوني توګه د فیلیپین په اوبه کې فعالیت کوي او ماهیان نیسي.

په تازه پیل شویو تمریناتو کې ۶ زره امریکايي او فیلیپیني ځواکونه په سیمه کې په مشرکه توګه تمرینات اجرا کوي چې تمرکز یې د ناورین په حال کې بشري مرستو او فعالیتونو منسجم کول دي.

سره له دې چې په دې ورستیو کې د چین او فیلیپین ترمنځ اندښنه راپورته شوې ده خون د امریکا د پوځ برید جنرال فریدریک پدیلا پر دې باندي ټینګار وکړ چې یادشوي نظامي تمرینات هیڅ یوه واحده هیواد ته متوجې نه دي.

XS
SM
MD
LG