د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به هر کال اردن ته یو میلیارد ډالر مرسته ورکوي


د امریکا او اردن د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او اردن د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ د اردن سره یو موافقه لاس لیک کړه چې له مخې به یې امریکا هر کال اردن سره د څه دپاسه یو میلیارد ډالر مرسته کوي.

ددغه موافقې له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن او د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمان سفادي لاس لیک کړه، امریکا ژمنه کړې چې هر کال به د ٢٠١٨ نه تر ٢٠٢٢ پورې د اردن سره ١،٣ میلیارد ډالر مرسته کوي.

ددغو پیسو له جملې نه ٧٥٠ میلیونه ډالر یې اقتصادي او ٣٥٠ میلیونه ډالر یې پوځي مرستې دي.

له بلې خوا د اردن پاچا ملک عبدالله نن وویل چې هیواد یې د زیات شمیر سوري مهاجرو د ورتگ په وجه له بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی او د هغه په وینا دا پدې خاطر دي چې نړۍ اردن له پامه غورځولی دی.

ملک عبدالله روسیې ته د سفر په درشل کې د تاس اژانس سره په مرکه کې دا هم وویل چې د سوریې په جنوب کې د اردن او روسیې گډ کار سیمه باثباته کړې او اوس ددې وخت دی چې د سوریې اوه کلنۍ کورنۍ جگړې ته د سیاسي حل لارې لپاره هڅې گړندی شي.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ د بل هر یو هیواد په پرتله د اردن سره مرسته زیاته کړې چې د ١٩٥١ کال راهیسې یې دې هیواد ته څه دپاسه ٢٠ میلیارد ډالر ورکړي دي.

اردن چې اقتصاد یې د گاونډي هیواد سوریې او د عراق د جگړې په وجه په ځانگړې توگه د زیات شمیر مهاجرو په ورتگ سره خراب شوی همداشان د اروپایي ټولنې او سعودي عربستان نه مرستې ترلاسه کوي. اردن وایي د سوریې د کړکیچ په وجه ورته ١٠ میلیارډ ډالره تاوان رسیدلی دی.

په اردن کې اوس مهال ٦٥٠٠٠٠ زره سوري مهاجر اوسیږي چې د کورنۍ جگړې په وجه د هیواد پریښولو ته اړ شوي دي. همداشان ٧٠٠٠٠٠ زره نور سوري وگړي هم په اردن کې ژوند کوي چې له جگړې دمخه دغه هیواد ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG