د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې د واشنګټن او وارسا ترمنځ د پوځي همکاریو د لاتقویې لپاره پولنډ ته ۱۰۰۰ اضافي سرتیري لېږي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۲) په سپینې ماڼۍ کې له خپل پولنډي سیال انډزیج ډوډا سره د مجلس په ترڅ کې وویل چې پولنډ د "۲۵۰۰۰۰ پوځیانو تمه لري خو امریکا به لږ شمېر وساتي."
د پولنډ او امریکا ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو سند لاسلیک کړی دی.
د نوې موافقې له مخې، پولنډ د امریکا ۳۲ اف-۳۵ جنګي الوتکې پېري.تېرکال هم پولنډ له امریکا څخه ځيني راکټي سیسټمونه رانیولي وو.
امریکا په پولنډ کې یوه پوځي اډه لري چې ۴۰۰۰ پوځيان پکې دېره دي.
پولنډي چارواکي د روسیې د احتمالي یرغل د مخنيوي په خاطر په هغه هېواد کې د امریکا د پراخ پوځي شتون سخت طرفداره دي.