د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوری ګوند د کاندیدانو په منځ کې بحثونه روان دي


د جمهوری ګوند د کاندیدانو په منځ کې بحثونه روان دي
د جمهوری ګوند د کاندیدانو په منځ کې بحثونه روان دي

د امریکا د ولسمشرۍ دپاره هیله مند کاندید میت رامني باندي د شنبې په ورځ د نیو همپشیر په ایالت کې د تلویزوني بحث په ترڅ کې د خپل د ګوند نه د سیالانو له خوا نه نیوکې وشوې. دا په داسي حال کې ده چې په نیو همپشیر کې لومړنیو انتخاباتو ته یواځي څو ورځې پاته دي.

پر رامني باندي د پارلمان د پخواني ریْس نیود ګینګریچ او د پنسلوانیا د پخواني سناتور ریک سنتورم له خوا چې هغوي هم د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه غواړي د نوماند په توګه دولسمشرۍ د ټولټاکنو دپاره کاندید شي، نیوکې وشوې.

خو ښاغلي رامني خپل مخالفین د پامه وغورځول او پرځای یې پر ډیموکرات ولسمشر بارک اوباما باندي نیوکې وکړې.

ښاغلي رامني وویل چې د ولسمشر اوباما اقتصادي پالیسو د امریکا اقتصادي رکوت لا پسي ژور کړی او د اقتصادي ژغورنې پالیسوو هم په هغه ډول چې باید یې کار ورکړی وای کار یې نه دی ورکړی.

پاتو درو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو، د ولسي جرګې غړي ران پال، د تکساس والي ریک پیړي او د چین پخواني سفیر جان هنتسمن خپل زیاته اندازه وخت پر یو بل باندي پر نیوکو او انتقادونو باندي تیر کړ او دغه راز یې پر میت رامني باندي هم یو لړ انتقادونه وکړل.

ټاکل شوې ده چې د جمهوري ګوند نه به ۶ سره کاندیدان نن د یکشبنې په ورځ د ان بي سي په تلویزوني چینل کې یو بل بحث ولري او دا موقع به ورته برابره شي چې د خپلو پالیسو په هکله نورې خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG