د لاس رسي وړ اتصالات

د سپېنې ماڼۍ مرستیالۍ ته کاندیدان د افغانستان او نړۍ د مسایلو په اړه مخالف نظرونه لري


پرون د پنجشنبې په ورځ د کنټکي په ایالت کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایډن او د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري ګوند کاندید پال راین ترمنځ بحث ترسره شو چې دواړو په کښي د یوه بل سره د بهرني سیاست او اقتصادي پالیسۍ په هکله تفاوتونه درلودلل.


د دواړو ترمنځ د ۹۰ دقیقو لپاره تلویزوني مباحثه وشوه. د ولسمشرۍ د بحث وروسته چې ویل کېږي د رامني په مقابل کې ولسمشر اوباما په بحث کې دومره تکړه نه وو مرستیال یې جو بایډڼ د سپینې ماڼۍ د پالیسو نه په کلکه دفاع وکړه.

ښاغلي بایډن پر کاندید راین او نورو باندي غږ وکړ چې د مخه دي ایستي شي او پرې ديږدي چې د اوباما حکومت اقتصاد بیرته پر پښو ودروي. ښاغلي بایډن داسي وویل: ،،دوي داسي ځان بې خبره اچوي چې ګوندي دا اقتصادي وضیعت د آسمانه راولوېدی وي. دا اقتصادي وضیعت په دې خاطر رامنځ ته شو چې د راین غوندی خلګو د دوو جګړو لپاره رایې ورکړې چې په پور ترسره شي.،،



خو راین بیا په خپل ځواب کې وویل چې ولسمشر اوباما او د کانګرس دیموکراتانو پوره ۴ کاله وخت او مسولیت درلودی خو د دوي له کبله اوس په امریکا کې ۱۵ په سلو کې خلګ د امریکا په سټنډرډ په فقر کې ژوند کوي.


دواړو کاندیدان په بهرني سیاست کې هم اختلاف نظر درلودی. ښاغلي بایډن وویل چې امریکا به په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان څخه ووځي خو راین وویل چې دغه راز اعلان به زمونږ په کمزوری تعبیر شي. ،،مونږ نه غواړو چې خپلو دښمنانو ته دا اعلان کړو چې په خپلې جنترې کې نېټه په ګوته کړي، مونږ ته منتظره شیْ او وروسته چې مونږ ووتلو بیرته راشیْ
د سوریې په مسله کې ښاغلي بایډن د امریکا د متحدینو سره د امریکا د ولسمشر اوباما محتاطانه کار وستایه چې پر بشرالاسد یې فشار راوستی چې د قدرت نه لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG