د لاس رسي وړ اتصالات

ملیاردر ډانلډ ټرمپ د نېوادا په گوندي ټاکنو کې اول شو


د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ د نیوادا په ایالت کې خپلو پلویانو ته نن د وینا پر مهال
د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ د نیوادا په ایالت کې خپلو پلویانو ته نن د وینا پر مهال

ښاغلي ټرمپ په سلو کې ۴٦ ، سناتور مارکو روبیو په سلوکې ٢۴ رایې او د ټکساس سناتور ټېډ کروز په سلو کې ٢١ رایې گټلې دي

د نیوادا گوندي ټاکنې چې د سه شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د نوماندۍ لپاره وشوې، میلیاردر ډانلډ ټرمپ وگټلې.

تازه نتایجو څرگنده کړله چې ښاغلي ټرمپ په سلو کې ۴٦ رایې گټلې دي. په دې توگه د فلوریډا له سناتور مارکو روبیو نه چی په سلوکې ېې ٢۴رایې گټلې دي، ډېر مخکې دی. د ټکساس سناتور ټېډ کروز په سلو کې ٢١ رایې وگټلی او دریم مقام ېې وگاټه.

له نیوهمشایر او جنوبی کرولاینا نه وروسته دا دریم بری دی چې ډانلډ ټرمپ ته ورپه برخه شو.

دا بری له ښاغلي ټرمپ سره په راتلونکې مهمه اونۍ کې هم چې په لس دولسو ایالتونو کې د ټاکنو لپاره مبارزه کېږي او د مارچ په اوله به پکې رای گیري وشي، مرسته کوي.

د امریکا د ولسمشرۍ مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ټیډ کروز په نواډا ایالت کې خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه واېې
د امریکا د ولسمشرۍ مقام ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ټیډ کروز په نواډا ایالت کې خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه واېې

کاندیدان هڅه کوي چی په دغو سیالیو کې په کافي شمېر استازي وگټي.

د مارچ له اولی نه وروسته به تر ٧٠٠ نه زیات گوندي استازي چی د جمهوري گوند د مجلس په درو کې یوه برخه یوه برخه تشکیلوي، په انتخاباتي سیالیو کې گټل شوي وي. یو کاندید ١٢٣٧ استازیو ته ضرورت لري چی د جمهوري گوند نوماندي د جمهوری ریاست د عمومي انتخاباتو لپاره چی د نومبر په مېاشت کې به وشي وگټی.

ډانلډ ټرمپ خپلو پلویانو ته د بري په وینا کې وویل که څه هم یو شمېر سیاسي تحلیل کوونکیو به اټکل کاوه چی زموږ انتخاباتي مبارزه به ډېره پرمخ ولاړه نشي؛ خو موږ اوس د ټول هېواد انتخابات گټو.

د جمهوری ریاست جمهوری خواه کاندید ډانلډ ټرمپ د بري په وینا کې وویل " ددې هېواد خلک په ریښتونې توگه اریانوونکي او فوق العاده خلک دي. تاسې ټول په ما ډېر گران یاست. دا مو په یاد ده چی " امریکا به بیرته غښتلې او پیاوړې کړو! موږ به دا کار وکړو او دا کار به ډېر ژر وشي. له تاسې هریو ه نه ډېره، ډېره مننه!

سناتور ټېډ کروز چی ددغو سیالیو اوله سیالي ېې د ایو وا په ایالت کې گټلې وه، خپلو پلویانو ته په لاس ویگاس کې د سه شنبی په ماښام د نیوادا له گوندي سیالیو نه ورو سته وینا وکړله. هغه وویل دی یوازېنی کاندید دی چې ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکولی شي.

جمهوري خواه کاندید مارکو روبیو په ډېر کم تفاوت په نیوادا کې دویم شو
جمهوري خواه کاندید مارکو روبیو په ډېر کم تفاوت په نیوادا کې دویم شو

جمهوري خواه سناتور او کاندید ټېډ کروز وویل" دا یو داسې واقعیت دی چی رد کېدلی نشي. په اولو څلورو ایالتونو کې د ټاکنو نتایجو وښودله چی زموږ انتخاباتي مبارزه یوازېنی مبارزه ده چی ډانلډ ټرمپ ته ېې په ایووا کې ماتې ورکړله.

سناتور ټېډ کروز په دغو گوندي انتخاباتو کې په راتلونکیو ورځو کې له سختې مبارزې سره مخامخ دی. هغه په جنوبی کرولاینا کې د یوشمېر مذهبی عیسویانو راېې ډانلډ ټرمپ ته بایللې.

دواړه جمهوري خواه کاندیدان مارکو روبیو او ټېډ کروز اوس د مارچ داولې نېټې گوندي سیالیو ته چې په لس دولسو ایالتو کې کېږي، سترگې په لار دي.

د جمهوري ریاست دموکراتې کاندیدې هېلري کلنټن د سه شنبی په ورځ په یوه ستر هال کې په یوه داسې غونډه کې برخه واخیستله چې پنځه داسی مېندې هم پکې وې چې اولادونه ېې د تشدد په پېښو کې له منځه تللي وو.

دموکراته کاندیده هېلري کلنټن د جنوبی کرولاینا په یوه کلیسا کې وینا کوي
دموکراته کاندیده هېلري کلنټن د جنوبی کرولاینا په یوه کلیسا کې وینا کوي

د جمهوري ریاست دموکراتې کاندیدې هېلري کلنټن د سه شنبی په ورځ په یوه ستر هال کې په یوه داسې غونډه کې برخه واخیستله چې پنځه داسی مېندې هم پکې وې چې اولادونه ېې د تشدد په پېښو کې له منځه تللي وو.

هېلري کلنټن وویل" زه دهغو ټولو قضیو په برخه کې د هڅو ملاتړ کوم چی د پولیسو له ډزو ا و نورو مسایلو سره تړاو لري. خو زه نن دا اعلان کوم چی موږ به ددغو مسایلو د حل لپاره د فیدرالي حکومت منابع هم برابرې کړو.

هغې زیاته کړله چی که موږ په گډه کار وکړو او په خپلو هغو ټولنو باندې پانگه ولگوو چې بیرته پاتې دي، نو دهر امریکاييلپاره عدالت او وقار تضمین کېدلی شي.

دموکراته کاندیده، هېلري کلنټن غواړي په جنوبي کرولاینا کې د افریقايي الاصله امریکایانو د رایو دگټلو لپارهډېره کلکه مبارزه وکړي. د راتلونکې شنبې په ورځ هلته ددموکرات گوند ټاکنیزه سیالي کېږي.

XS
SM
MD
LG