د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د غربت او فقر زیاتوالی


په امریکا کې د غربت او فقر زیاتوالی
په امریکا کې د غربت او فقر زیاتوالی

د امریکا د احصائیې دفتر وایي چی په دې ملک کي د نادارۍ او غربت سطح په تیرو ١٥ کالو کي تر ټولو جګه شوې او د خوارو او غریبو امریکایانو شمیر هم په تیرو پنځوس کالو کي خپلي لوړی سطح ته رسیدلی دی.

دغي ادارې پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چی د هغوخلکو فیصدي چی د امریکا په متحده ایالاتو کي په غربت کي ژوند کوي، په ٢٠٠٨ کال کي د ١٣ اعشاریه دوه فیصده نه په ٢٠٠٩ کال کي ١۴ اعشاریه درې فیصده ته جګه شوې وه. هغې ویلي دي چی ۴٣ اعشاریه شپږ ملیون خلکو تیر کال په غربت کي ژوند کړی دی، چی دا د ٢٠٠٨ کال په پرتله د تقریبا څلور ملیون تنو زیاتوب ښئي.

د احصائیې دفتر غربت داسي تعریفوي چی د څلور کسیزي کورنۍ کلني عایدات د ٢٢ زره ډالرو نه کم وي.

جمهوررئیس براک اوباما وایي چی ددې ارقامو نه داسي ښکاري چی تیر کال د امریکایانو د پاره څومره سخت کال و، مګر کیدای سو دغه حال به تردې لا هم پر هغوی باندی سخت تیر سوی وای. هغه وویل چی د حکومت د مرستي او ملاتړ د پروګرام په وجه په ملیونونو امریکایان د غربت د حالت نه وژغورل سول.

XS
SM
MD
LG