د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که ضرورت شې په شمالې کوریا حملې ته تیار یو


امریکا د چارشنبې په ورځ (جولایي ٥) ویلي دي چې د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د خطر د مخنیوې لپاره په دغه ملک حملې ته تیار دې خو غواړي چې دغه مسله د نړیوال دپلوماتیک عمل د لارې حل شي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نکې هیلې د امنیت د شورا بیړنۍ غونډې ته چې د شمالي کوریا د بالیستک توغندي د ازموینې نه وروسته رابلل شوی وه، وویل چې د شمالي کوریا د دغه اقدام نه داسې ښکاري چې هغوي د دپلوماتیک حل ټولې لارې بندوې.

هغې زیاته کړه چې امریکا د خپل ځان او د متحدینو د دفاع لپاره تیاره ده. "زمونږ یو مهمه وړتیا زمونږ پوځ دی او که ضرورت پیښ شې نو مونږ به یې استعمال کړو. خو دا زمونږ لومړیتوب ندی."

د یادونې وړ ده شمالي کوریا داسې یو توغندی ازمویلی دی چې وایي دغه د امریکا د الاسکا ایالت په نښه کولی شي.

شمالي کوریا وایي چې دغه توغندی اتومې کوپړۍ انتقالولی شي

هیلي وویل چې ملگرې ملتونه به په یو څو ورځو کې د شمالي کوریا په خلاف د نورو بندیزونو وړاندیز هم تیار کړي. هغې خبردارې ورکړ چې امریکا به د هغو ملکونو سره تجارت بند کړي چې د شمالي کوریا سره مرستې کوې.

دپلوماتان وایي چې بیجنگ د ملگرو ملتونو لخوا په شمالي کوریا لگول شوې بندیزونه نه پلې کوي. هیلې وایي چې زیاتره مسولیت د چین دی.

هغې زیاته کړه "په شمالي کوریا باندې د ملگرو ملتونو د بندیزونو د عملې کولو زیاتره مسولیت د چین دی. او مونږ به په دی برخه کې د چین سره یو ځای کار وکړو. مونږ به هر هغه ملک سره کار وکړو چې په سوله باور کوي."

امریکایي چارواکي وایي چې په شمالي کوریا د فشار زیاتولو لپاره امریکا ته پکار ده چې په چین فشار زیات کړې.

په ملگرو ملتونو کې د چین سفیر د امنیت شورا ته وویل چې د شمالي کوریا دا عمل بیخې د منلو وړ ندی او چین یې غندي.

XS
SM
MD
LG