د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ سیالي زور مومي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ د کمپاین په یوه غونډه کې چې د آیوا په ایالت کې جوړه شوې وه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ د کمپاین په یوه غونډه کې چې د آیوا په ایالت کې جوړه شوې وه

د امریکا ولسمشرۍ ته د کاندیدانو د انتخابیدو پیل د ایوا په ایالت کې کیږي. هر کاندید هڅه کوي چې په همدې لومړي ایالت کې بریالی شي، ځکه چې ددې ایالت گټل د هر کاندید په راتلونکې مبارزه باندې ژور اثر لري.

تر اوسه پورې د ملکیتونو میلیارډر پاچا ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۶م په سیالۍ کې ښه ځلیدلی دی، خو اوس هغه له دې ستونزې سره مخ دی چې د نظر پوښتنو ملاتړ څرنګه د رایو په ملاتړ بدل کړي. هغه وايي چې هغه به وروستی سړی وي چې هیلري کلنټن به ورسره سیالي وکړي.

اوس چی د آیوا سیالي را نژدی شوې ده ټرمپ د خپلو شخصی پیسو یوه برخه په تلویزیوني تبلیغاتو لگوي.

د هغه د کمپاین په یو اعلان کې راغلي دي چې "هغه به ژر د داعش سر پرې کړي او تیل به تری واخلي او د مکسیکو په لګښت به پر جنوبی پوله د یو دیوال په جوړولو سره د غیرقانونی کډوالو مخه ونیسي."

خو د تکساس ایالت سناتور ټډ کروز د ټرمپ د اصلي جمهوري غوښتونکي سیال په توګه راڅرګند شوی دی او په آیوا کې له هغه نه مخکې دی. هغه وايي "زما او په دی مناظره کې د ولاړو ښو سړو او ښځو تر منځ تر ټولو ستر توپیر دادي چې زه به هغه څه وکړم چې ما یې د ترسره کولو وینا کړې ده."

جپ بوش چی یو وخت یی زیات محبوبیت درلود په دی سیالیو کی وروسته پاتې دی خو هغه پر ټرمپ او د هغه د کمې تجربې له امله نیوکې کوي. هغه وايي چې ډانلډ ټرمپ به د امریکا یو بې نظمه ولسمشر وي.

تاریخ پوه الن لیچمن وایي چې د ټرمپ، کروز او بن کارسن را څرگندیدل دا ښيي چی جمهوري غوښتونکي پر بهرنیو سیالانو راغوڼد شي. هغه وايي دا د جمهوریت غوښتونکو لپاره یو ښه کال ندی. داسی معلومیږي چی هغوی څه نه لري چې جمهوری غوښتونکیو رایه ور کوونکیو ته یې وړاندې کړي.

د ډیموکراټانو په سیالۍ کی د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلری کلنټن محبوبه پاتې شوې ده او په مناظرو کی تر ډیر پر ترمپ تمرکز کوي.

هغه وايي "همدا وجه ده چې په هر ځای کې د زورواکو په وړاندې ودریدل مهم دي او باید چا ته اجازه ور نه کړو چی جمهوری ریاست ته په زوره ننوځي، ځکه چې مونږ امریکایان د داسې کسانو په څیر نه یو."

خو کلنټن اوس هم په مقدماتي رایو اخیستلو کې د ورمانټ آیالت سناتور برنیې سنډرز له چلنج سره مخ ده. سنډرز وايي "تاسو باید په غصه واوسئ، ځکه چې نوي عواید او پیسې د ټولنی د یو فیصد شتمنو کسانو په جیبونو کی لویږی او تاسو باید قهر اوسئ چې د خپلو ماشوماتو د پاملرنې لپاره پیسې نلرئ او یا پوهنتون ته خپل اولادونه لیږلی نشئ."

آیووا د خپل کاکسز یا د گوندی ټولنو ټاکنې د فبروری د میاشتی په لومړی نیټه ترسره کوي چی اته ورځی وروسته په نیو همپشایر کی مقدماتی رایې پیلیږي.

XS
SM
MD
LG