د امریکا د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ د مسلمانانو په وړاندې د خپلو تندو خبرو له امله د کور دننه او په بهر کې د نیوکو په ترڅ کې د برتانیې د پارلمان د یو شمیر وکیلانو له کلکو نیوکو سره مخامخ شو.
د برتانېې پارلمان د دوشنبې په ورځ پر ډونالډ ټرمپ باندې د بندیز لگولو د غوښتنی په وړاندیز خبرداری ورکړ، او د هغه د خندنیو خبرو او کړنو له امله یی ټرمپ یو ساده سړی وباله.
دا بحث په دې باندې و چی ډونالډ ټرمپ ویلي وو چی مسلمانان دې امریکا ته له راتگ نه ایسار شی.
د برتانیې د پارلمان محافظه کارې غړې وکټوریا الکس وویل د هغه تبصرې د مسلمانانو په برخه کې نادرستې دي او د هغه تګلاره چی سرحدونه وتړي سمه نده.
له بلې خوا ډونالډ ټرمپ چې په ټاکنیزه مبارزه کې سختې نیوکې او متنازعیه خبرې کوي، په نیو همپشیر کې یې د ایران سره د ولسمشر اوباما پر اټومي موافقې یې نیوکه وکړه او وې ویل "په عراق کې د متحده ایالاتو درې تنه برمته شوي دي اوس به هغوی هم وايي موږ ته یو څو میلیارد ډالره راکړئ چی درخوشې ېې کړو."
د هغه اشاره د امریکا او ایران ترمنځ د اټومی معاملی او د بندیانو تبادلې ته ده. په دغه معامله کې د ایران د څو ملیارده کنگل شوی شتمنۍ بېرته ورکول هم شامل دي.
ښاغلي ټرمپ د خپل کمپاین پر وخت پر دیموکراتې کاندیدې هیلری کلنټن پورې هم د خندا وړ تبصرې وکړلې او وې ویل چی دی به میرمن کلنټن ته په ټاکنیزو سیالیو کې ماتې ورکړي.
خو د جمهوري ریاست لپاره دیموکراته کاندیده، هېلري کلنټن وایي د جمهوری ریاست وظیفه ډېره پېچلی ده او رایه ورکوونکي باید د هغه چا ملاتړ وکړي چې تجربه ولري.
هغه د دوشنبی په ورځ د ایووا په ایالت کې وه او د امریکا له کانگرس سره یې د کارکولو لپاره په خپله وړتیا ټینگار وکړ. آغلې کلنتن وویل " ما تراوسه پورې هم همدغه کار کړی دی."
هیلري کلنټن په خپلو خبرو کې د اقلیم د بدلون او د طبیعی منابعو لکه لمر، باد او باران نه د اینرژۍ دتولید په برخه کې هم د ایو وا خلکو ته خبرې وکړلې.
د جمهوری ریاست بل جمهوری غوښتونکی کاندید ټېډ کروز چی د جمهوري گوند په کاندیدانو کې د ډانلډ ټرمپ ډېر سرسخت سیال دی، د ټوپکو د درلودلو د حق په باب په لویزیانا کې خبرې وکړلی. په دې مسله باندی د دیموکراتانو او جمهوری غوښتونکیو تر سخت اختلاف نظر موجود دی .
سروې گانې څرگندوی چی د جمهوری ریاست لپاره دموکرات کاندید برني سانډرز د ایووا په ایالت کې دخلکو پام ځانته جلب کړیدی. هغه د اله باما په ایالت کې گڼ شمېر پلویانو ته وویل چې دی به د کارگرانو د لاسباړه زېاته کړي.