د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جګړې ستونزه هندوستان، پاکستان او کشمیري دي


واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جګړې ستونزه هندوستان، پاکستان او کشمیري دي
واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جګړې ستونزه هندوستان، پاکستان او کشمیري دي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالت په افغانستان کې لګیا ده د یوې داسې تګلارې د تطبیق کولو لپاره هلې ځلې کوي چې له مخې به یې د افغانستان د ولس د ژوندانې چارې سمې شي او بس نو دامریکا عسکر به هم بیرته خپلو کورونوته ستانه شي.

خو ورځپاڼه وایي دا آسانه کار ندی ځکه چې امریکا د افغانستان جګړې ته په بله سترګه ګوري. امریکا تر ډیره حده د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دغه هیواد په جنوبي برخو او همدارنګه د پاکستان په سرحدي سیمو کې جګړه کوي.

ورځپاڼه وایي چې د افغانستان د جګړې د غزیدلو یو علت هم د کشمیر په سر باندې د پاکستان او هندوستان تر منځ د اوږدې مودې سیالي ده. ورځپاڼه وایي که چیرته امریکا هڅه وکړي چې د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې پاکستان او هندوستان دیته وهڅوي چې د کشمیر د لانجې په اړه سره خبرې وکړي نو دا کار به نه یوازې دا چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو سره مرسته وکړي بلکه د سیمې امنیت به هم ورسره ښه شي.

خو ورځپاڼه وایي امریکا د افغانستان ستونزې دې پدې نظر نه ګوري. ورځپاڼې د امریکا او پاکستان پخوانیو اواوسنیو انډیوالیو ته هم یو ځغلنده کتنه کړیده او لیکلي یې دي د 1950 او 1960 په لسیزې کې دغه دواړه هیوادونه ښه کلک ملګري وو، امریکا پاکستان ته دوه میلونه ډالر پدې خاطر ورکړل چې فکر یې کاوه د پاکستان پوځ نه به د کمونیزم په خلاف ګټه واخلي. خو پاکستان بیا فکر کاوه چې هندوستان پر ضد به د امریکا د انډیوالۍ نه ګټه واخلي.

کله چې په کال 1965 میلادي کې هند او پاکستان سره جګړه وکړه نو پاکستان پدې جګړې کې د ځینو امریکایي وسلو نه ګټه واخیسته، دې کار امریکا سخته په غصه کړه، پاکستان یې سخت وټکاوه او خپله انډیوالی یې هم ورسره ختمه کړله.

خو د 1980 په لسیزې کې دغو دواړو هیوادونو یو ځل بیا انډیوالي پیل کړه او امریکا بیا هم پاکستان ته زیاتې وسلې ورکړي او همدارنګه درې میلونه ډالر اقتصادي مرستې هم ورسره وکړلې. دا ځل امریکا فکر کاوه چې د پاکستان د پوځ نه به په افغانستان کې د شوروي قواوو پر ضد ګټه واخلي او پاکستان هم دا فکر کاوه چې امریکا به یې د هند پر ضد په جګړې کې مرسته کوي.

خو کله چې په افغانستان کې د شوروي قواوو ماتې وخوړله نو امریکا یو ځل بیا پاکستان پدې خاطر ورټاوه چې د هند پر ضد یې اتومي وسلې جوړې کړې وي، امریکا بیا د پاکستان د انډیوالۍ نه لاس واخیست.

ورځپاڼه وایي چې اوس دا دریم ځل دی چې پاکستان او امریکا انډیوالي د سره پیل کړیده، امریکا په تیرو لسو کالونو کې پاکستان ته شاوخوا څلور میلونه ډالر ورکړيدي. دا ځل امریکا هیله لري چې د پاکستان د پوځ نه به په سیمې کې د ترویستي ډلو سره د جګړې په خاطر ګټه واخلي. خو پاکستان بیا هم د امریکا نه هیله لري چې د هند سره په مقابلې کې به یې ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه همدارنګه لیکي چې پاکستان د 1980 په لسیزې کې د افغانستان د جهادي ډلو سره د مرستې کولو لپاره پدې خاطر د امریکا د استخباراتي ادارې CIA سره ملا وتړله چې فکر یې کاوه د عین تاکتیک نه به په کشمیر کې هم د هندوستان پر ضد ګټه اخلي. پاکستان او هندوستان همدا اوس خپله جګړه په افغانستان کې کوي.

ورځپاڼه وایي چې هندوستان د افغانستان د شمالي ټلوالې ډلې ته پیسې او وسلې ورکوي او پاکستان په جنوب کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پیسې او وسلې ورکوي. ورځپاڼه وایي همدغه وجه ده چې یو نسل وړاندې شوري د افغانستان نه وتلی دی خو اوس هم پدغه ملک کې سوله نه راځي.

ورځپاڼې د مقالې په یو بل ځای کې راخیستي دي چې په افغانستان کې د ترویستي ډلو یا یاغي ډلو پر ضد جګړه یوازې د جنوبي آسیا د هیوادنو د مرض علایمو ته اشاره کول دي خو پخپله مرض د پامه غورځول شویدی. دغه مرض د کشمیر په سر د پاکستان او هندوستان غوبل دی.

که چیرته د جنوبي آسیا د هیوادونو د امنیت په برخې کې د کشمیر ستونزه د پامه وغورځول شي نو پدې سیمې کې د سولې د ټینګولو هڅې هیڅ کومه مانا نلري خو له بده مرغه چې امریکا دغه ټکي ته پام نکوي.

ورځپاڼه وایي چې پاکستان د تروریستي ډلو پر مټ غواړي هند دیته مجبور کړي چې خبرو ته کښیني خو هندوستان بیا د همدغو تروریستي ډلو شتون بهانه ګوري او خبرو ته نه حاضریږي. ورځپاڼه وایي چې پدې کار سره دغو دواړو هیوادونو ته زیات تاوان رسیږي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي اوس چې امریکا د نړۍ د یو شمیر ستونزو د حل لپاره ملا تړلې ده نو پکاره ده چې د کشیمر مسلې ته هم لومړیتوب ورکړي. د ورځپاڼې په قول پدې سره به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نهه کلنې جګړه هم یوه ښه او پر ځای نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG