د لاس رسي وړ اتصالات

ایګزامینر ورځپاڼه: افغانان به څومره وخت د جګړې زغم ولري


11일 판문점 인근 비무장지대를 수색하는 한국군.
11일 판문점 인근 비무장지대를 수색하는 한국군.

اېګزامېنر ورځپاڼه لېکی چې دجنرال ډېوېډ پېټرېېس دمقررېدلو د منظوری غونډه په سنا کې په داسی چټکۍ تېره شوه چې ډېر کم خلک دېته متوجه شول چې هغه په افغانستان کې دخپلې نوی وظېفې په برخه کې، دنوي نظامی قوماندان په توګه څه ووېل.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس دسنا په وسله واله جرګه ګۍ کې ووېل چې دامرېکا قواوی به طالبانو سره چې جنګ ته ېې ملاوی تړلی دی، ډېرې نورې سختی جګړی هم وکړی. هغه ووېل دی فکر کوی چې سختی جګړی به دوام وکړی. په واقعېت کی به داجګړی په راتلونکېو څومېاشتو کې نوری هم پسی شدت پېداکړی. خو پېټرېېس ووېل په داسی حآل کې چې جګړه به شدت وکړی او دامرېکا ځانی تلفات به زېات شی مګر خلک باېد پدې پوه شی چې په افغانستان کې پرمختګ ممکن دی. اېګزامېنر لېکی چې جنرال پېټرېېس په دې پوهېږی چې داخبره رېښتېا ده. هغه دامسله ځکه توضېح کړه چې هغه داسی شرېط لېدلی دی.

هغه ووېل : دمثال په توگه تقرېبا اوه ملېونه افغان ماشومان اوس په ښوونځېو کې دی. ېوه لسېزه پخوا دطالبانو په وخت کې داشمېر له ېوملېون نه هم کم و. جنرال پېټرېېس زېاته کړله چې د ماشومانو لپاره وقاېوی طب په کافې اندازه زېات شوېدی او اوس د ٧٠ فېصدو نه نېولی تر ٩٠ فېصدو پورې ماشومان په ټول هېواد کې له واکسېن کولو نه گټه اخلی. لاسی ټېلېفونونه خو هر چېرته موجود دی؛ د طآلبانو په وخت کې تقرېبا له نشت سره برابروو.

اېګزامېنر لېکی چی دا ډېره فو ق العاده موقع وه، امرېکا ېانو په بشپړ اکثرېت باندی د سپتمبر د ١١می له ترورېستی حملو نه وروسته پر افغانستان باندی د ېرغل ملاتړ کړی و. په دغه اته نېم کلن جنگ کې 1,149 امرېکا ېې عسکر وژل شوېدی. له دې ټولو قربانېونه وروسته دامرېکا عالی رتبه قوماندان د جګړی د پرمختګ اندازه په دې باندی څرګندوی چې په ښوونځېوکې څومره شاګردان حآضرد ی او څومره ماشومانو ته واکسېن کېږی او دلاسی تېلفونونو استعمال زېات شوېدی.

د واشنګټن د اېګزازمېنر ورځپاڼه لېکی چې دغه راز ملت جوړونه خصوصادداسی بېرته پاتی هېواد لکه افغانستان دامرېکا له خلکو سره مقبولېت نلری. دا عدم مقبولېت نو ر هم هغه وخت زېاتېږی چی په افغانستان کی د جګړی د سختو قېوداتو سره ملګری شی او دامرېکا دتقرېبا سل زره عسکرو لاسونه ېې په افغانستان کې تړلی وی. هغوی ددښمن له خطر سره مخ وی خو ددې اجازه نلری چې متقابل برېد وکړی.

اېګزامېنر ورځپاْڼه لېکی چې ددی ډېر مثالونه شته دی چې د جګړی دغوسختو قېوداتو ښه اغېزه نده کړی. هغه د رالنگ سټون د مجلی د لېکوال مثال راوړی چې ېوه عسکر جنرال مکرېستل ته ووېل چې موږپه طآلبانو کې وېره نه خپروو.

جنرال مکرېستل دهغه په ځواب کې ووېل چی د خلکو زړونه او اذهان راخپلول او په ځان ېې راماتول ډېرسخت کار دی. روسانو ېوملېون افغانان ووژل خو کار ېې ورنکړ. عسکر په ځواب کې ووېل صېب ! زه دانه واېم چې موږ باېد هرېو ووژنو. څومره چی موږ په ځان باندی قېودات عملی کوو، بغاوت هماغومره قوی کېږی.

اېګزامېنر لېکی چې دامرېکا مشرانو دا خبره دزړونو او اذهانو راخپلول د وېتنا م په جګړه کې هم استعمالوله، خو همدا کلمه د زړونو او اذهانو راخپلول د وېتنام د جگړی په وخت کې څرگندوی چې دامرېکا پالېسی عاقلانه نه وه. اېگزامېنر دا پوښتنه مطرح کوی چې اېا امرېکا ېان غواړی چی داسی جګړی ته دوام ورکړی چی په هغی کې امرېکا ېان ددی لپاره وژل کېږی چی هغوی ته اجازه نه وی چی پرهغو کسانو حمله وکړی چې پردوی باندی حمله کوی او داهم ټول ددې لپاره چې په ښووونځېو کې د شاگردانو حآضری زېاته شی ، دماشومانو واکسېن کول زېات شی او دلاسی تېلېفون استعمال زېات شی؟

اېگزامېنر لېکی چی دامرېکا د عامو خلکو نظرېات په دې برخه کې څرگند دی. د گال اپ سروی څرگندوی چې ٥٨ فېصده امرېکا ېان داوباما هغه مهال وېش تاييدوی چې واېي د جولای په ٢٠٠١ کی امرېکا ېې عسکر له افغانستان ځڅه راووزی. ٣٨ فېصده امرېکا ېان له دې سره مخالف دی. په مخالفېنو کې اوه فېصده واېې چې دوی له مهال وېش سره مخالف دی ځکه دامرېکا ېې عسکر و راوتل ډېر ناوخته شروع کېږی. که دا شمېر له هغو٨٥ فېصدو سره ېوځای شی چې دعسکرو دوتلو مهال وېش تاېېدوی نو دهغو امرېکا ېانو شمېر ٦٥ فېصدو ته رسېږی چې غواړی دامرېکا ېې عسکرو راوتل د راتلونکې کال په جولای کی شروع شی.

د اېگزامېنر ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې دجنرال مکرېستل ېوه عالې رتبه مرستېال تورن جنرال بېل مې وېل د افغانستان د جگړی د پای په باب داسی اټکل کړېدی. داجگړه به داسی نه ښکاری چی گټل شوې وي ، بوی به ېې هم د گټل شوي جگړی په څېر نه وي، او خوند به ېې هم د گټل شوی جگړی په څېر نه وی؛ داجگړه به په بحث او مشاجره پاېته ورسېږي. اېگزامېنر په پای کې لېکی چې که خبره همداسی وی، نو ولی همدا اوس له افغانستان څخه راونه وزو او په بحث اومشاجره شروع ونکړو؟

XS
SM
MD
LG