د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان نور هم شکمنه شویده، مطبوعات


Khushal Khan Open House 01
Khushal Khan Open House 01

دوال سترېت ژورنال ورځپاڼه دشنبی په ورځ د سپتمبر په 17 مه لېکی چې امرېکا په دی شکمنه ده چی پاکستان په دې اونی کې په کابل کې د امرېکا پرسفارت له برېدونو سره تړاولری.

ورځپاڼه لېکی په داسی حآل کې چی دامرېکا او پاکستان د اړېکو مزي سره سوست شوېدي، دامرېکا چارواکی وايی دوی په غو شواهدو پسی ګوري چې د پاکستان داستخباراتو عناصر ددغی اونۍ له برېد سره نېغ په نېغه تړاو لری او که نه.

وال سترېت ژورنال لېکی چې ددواړو انډېوالو هېوادونو ترمنځ اړېکی څومره له کرکی او غوسی نه ډکی شوېدی. امرېکا اوپاکستان د ترهګری ضد جګړه کې چې دالقاعده او طآلبانو خلاف روانه ده سره متحد دی.

دامرېکا شک ترېوې اندازې پورې له دې زېاتېدونکی اندېښنی نه راولاړشوېدی چې خپل منځی اړېکو خرابوالی او له افغانستان نه دقواو وتل ښايي دپاکستان دنظامی استخباراتو ېوشمېر عناصردېته هڅولی وی چې د حقانی ډلی سره له نېژدی نه اړېکی ټېنګی کړی. داد طآلبانو هغه څانګه ده چې په کابل کې ددې اونی په برېدنو کې لتاړه ګڼل شوېده.

وال سترېت ژورنال لېکی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو دامرېکا د شکونو ځواب ندی ورکړی، خو د پاکستان د حکومت د چارواکېو له خوانه دامرېکا شکونه د توهېن امېز اونامناسبو خبرو په نامه رد شوېدی.

د بلومبرګ خپرونه لېکی :

دامرېکا ددفاع وزېر لېون پنیتا وايی په پاکستان کې خوندی ځای پرافغانستان د برېدونو لپاره دملنو وړ ندی. هغه لوړه وکړله چې په پاکستان کې دېره افراطی ډله پرافغانستان باندی د نه منلو له برېدونو نه اېساره کړی. دغه ډله په افغانستان کې برېدونه کوی او بېا بېرته له سرحد نه خپلو خوندی ځاېونو ته اوړی.

لېون پنیتا هغو خبرېالانو ته چې له ده سره ېې سان فرانسېسکو ته سفر کاوه ووېل زه به تاسی ته همدومره وواېم چې موږ ددغه راز برېدونو دوام ته اجازه نسو ورکولی.

دامرېکا چارواکېوپه کابل کې، دامرېکا پرسفارت د تېرې سه شنبی او چارشنبی دورځی برېدونه د جلال الدېن حقانی پرډله ور تپلی دی. د بلومبرګ خپرونه لېکی چې دغه سر تېرې ډله، د پاکستان دنظآمی استخباراتو سره تړاولری او ترزېاتی اندازې له هغه خوندی ځای نه خپل عملېات سرته رسوی چې له افغانستان سره د پاکستان په سرحد کې پروت دی.

بلومبرګ لېکی چې داوباما اداری پرپاکستان باندی دېپلوماتېک اومالی فشار ته ادامه ورکړله چې ددغی ډلی خلاف تهاجمی اقدامات پېل کاندی. امرېکا وايي چی دغه ډله ددغه هېواد او ګاونډی هېواد خلکو خلاف عملېات کوی

XS
SM
MD
LG