د لاس رسي وړ اتصالات

ټایمز: لنګوټه د افغانانو د ملی هویت سمبول دی


ټایمز: لنګوټه د افغانانو د ملی هویت سمبول دی
ټایمز: لنګوټه د افغانانو د ملی هویت سمبول دی

د نیوریاک ښار څخه خپریدونکې دامریکا یوې مهمي ورځپارڼې، نیوریاک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼه کې يوه مقاله په افغا نستان کې د لنګوټې یا دپګړۍ په هکله لیکلې ده. افغان امنیتي ځواکونو وروسته له هغه نه چې ترهګرو د لنګۍ نه د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو په موخه کار اخیستل پیل کړل او ګن شمیر حملې یې وکړې اوس مهمو ځایونو ته د ننوتو پر مهال د خلګو لنګۍ څاري.

ورځپاڼه لیکي پګړۍ یا لنګوټه چې د افغانانو د هویت سمبول دی اوس تلاشي کیزي.

ورځپاڼه لیکي چې۸۲ کلن ملک نیاز چې د افغان ولسمشر کرزي سره د لیدو دپاره یې اته ساته سفر کړی و، د ارګ ماڼۍ ته د رسیدو سره افغان ساتونکو ورته وویل چی لنګوټه دي وباسي او په میز دې کښېږدي.

ورځپاڼه لیکي چې ملک نیاز دې خبرې ډیر حیران کړ او بیخي یې پر دغې خبرې باور نه راتلی.

ملک نیاز وایي ،، دې کار دیْ ډیر وشرموی او ډیر یې خوابدي کړ،، هغه وایی ،، کله چې افغان ساتونکي راته وویل چې پګړۍ دي خلاصه کړه نو ما ډیره بي عزتي ا حساس کړه، زه راغللی وم چی ولسمشر ووینم ، خو د تلاشۍ ورسته به ښه دا وای چې زه بیخي راغللی نه وای،،.

کله چې پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د یوه ځانمرګه برید کونکي لخوا په کابل کی په خپل کور کې ووژل سو نو اوس د ولسمشرۍ په ماڼی کې دپګړۍ یا لنګوټې تلاشي په جدي توګه پیل شوې ده.

په تیرو څلور میاشتو کې د پګړۍ د لارې درې ځانمرګه بریدونه شوي دي. – لدې مخکي د تیرې جولاي په میاشتي کې د کندهار په ولایت کی یوه مهم مذهبي مشر او بیا څو اونۍ ورسته د کندهار ښار وال ووژل سو -

ورځپانه لیکي چې د لنګۍ بم ته په انګریزي ژبه کې افغان ځوانانو د ټربونیټر اصطلاح اختراع کړې ده. – د یادونی وړ ده چی په انګلیسي ژبه لنګوټی یا پګړۍ ته ټربن وايي.

په افغانستان کې ديره امریکایي ځواکونه بیا د لنګۍ له لارې ځانمرګه برید ته یو نوی لنډون یا مخفف اختراع کړی دی او هغه ،بي ، اي ي ،ډي ده یا د د لنګوټې دلارې چادیونکې آله.

ورځپاڼه لیکي چې د پګړیو تلاشي کول د ډیرو ا فغانانو دپاره د خفګان وړ کار دی ځکه چې پګړۍ د افغانانو دپاره د ملي جامو برخه ده او مذهبي اهمیت لري.

د لنګوټې اغوستل په ټولې اسلامي نړۍ کې عام کار دی، ځکه چې داسي عقیده ده چې محمد (ص) هم لنګوټه تړله او دغه راز ملا امامان یې هم تړل خوښوي.

ورځپاڼه لیکي چې په ا فغانستان کې د لنګوټې ا ستعمال ډیر زیات دی چې پکښی زیات شمیر رنګونه او ډولونه سته - په پاکستان کې جوړې سوې د ټوکره د لنګوټې بیه په ا فغانستان ۲۰ امریکایي ډالره ده ، په هرات ولایت کې د جوړ سوې د ورېښمو پګړۍ تر ۴۰ امریکایي ډالرو پوري بیه لري او دغه راز د افغانستان دشمالي برخې د اصلي وریښمو پګړیو بیه نوره هم زیاته ده .

د افغانستان جنوبي او ختیځې برخې خلک لویې لنګوټې تړي . د کا بل خلک بیا کوچنۍ او کلکې لنګوټې خوښوي.

د ختځې سیمې خلک د لنګوټې په سر کې توکر پر یوه اړخ ودروي چې شمله ورته ویل کیزي .

طا لبان بیا سپینې یا تورې د نرم کاټن ټوکره لنګوټې چی لاندي برخه یې پسي زړېږي تړي.

حاجی محمد زمان احمدي چی ۵۷ کلن دی او د کابل ښار او سیدونکی دی. وايي دی لنګوټه تړي او د کابل په یوه بازار کې يې خولې اخستې ده چی په کور کې یې په سر کوي. هغه ورځپاڼې ته وویل چې هغه د خپل ۲ کلن وراره دپاره ته هم څو ورځی مخکي د افغانستان د پومبي څخه جوړه سوې یوه کوچنۍ لنګوټه ورواخیستله.

ښاغلی ا حمدي او ملک نیاز دواړه پدې باوردی چی هغه څوک چی چاودیدنکي توکي په پګړیو کی پټوي هغوي نه يواځی د اسلام بلکه دا فغان قوم پرضد جرم ترسره کوي .

دوي ددې هڅه کوي چې د افغانانو د لنګوټو نوم بد کړي او ا فغانان د خپل دې قدیمي روایت څخه لري کړي دغه راز دوي هڅه کوي چی خلګ وبیروي چی لنګوټه ونه تړي.

ډیر خلک چې لنګوټې تړي سخت غوسه دي او دوي امریکایان د دې کار ګرم کني او دلیل یی دا وایي چې د دوي د راتګ د مخه دغسي تلاشۍ بیخي چا نه پیږندلې.

ډیر مذهبي مشران بیا د لنګوټی تړلو نور اړخونه هم په نظر کې نیسي.

د کابل د هراتي جومات څخه ملا امام عبدل روف نافع وایي عقیده په کالو پوري اړه نه لري او ا نسان کولای سي چی په هر ډول جامو کې لمونځ او دعا وکړي خو باید دعا یې د زړه له کومې وي او بله دا چي د ا لله تعاله د احتراام دپاره یې باید جامې منظمې وي.

هغه زیاتوي چې لنګوټه او پټو چې سړي او پوړنی چې میرمنې په سر کوي د عملي ژوند ترڅنګ کلتوري او مذهبي اهمیت هم لري –

د لنګوټی د لارې ځانمرګه بریدونو یو بل اړخ چی ډیر خطرناکه دی هغه دا دی چې دغه برید کونکي داسي فکر کوي چې د لنګوټی احترام او سپیڅلتیا اوس ورته دومره مهمه نه ده او دوي تر فشار لاندې راوستل سوي چی په هر ډول چې کولای شي د امریکانو نه غچ واخلي.

حاجي احمد فرید چی یوه ملا امام دی او د کاپیسا ولایت څخه د پارلیمان یو غړی دی وایی ایا دا غلط کار نه دی چی ملکي کسان د امریکایی بی پیلوټه الوتکو له لارې وژل کېږي. هغوي د دې کار ځواب ورکولای شي.

تاسو د یوه داسي سړی په اړه فکر وکړی چی ولي ځانمر ګه برید کوي څه بهرني سرتیري د هغه کورته ورځي، تورن کوی یی، لاسو نه یی تړی او بې عزته کوي یې، د میرمنې او د لوڼو نه یی تلاشی یی اخلي او غریب سړی ورته ګوری او څه نسي کولای .

کله یو سړی خپل عزت له لاسه ورکړی بیا د لونګی او چادر په فکر کی نه وي.

XS
SM
MD
LG