د لاس رسي وړ اتصالات

د کلینټن سفر د امریکا په مطبوعاتو کې


د کلینټن سفر د امریکا په مطبوعاتو کې
د کلینټن سفر د امریکا په مطبوعاتو کې

د واشنگټن پوست، وال اسټرېټ او نېوېارک ټاېمز ورځپاڼو د اکټوبر په ٢١ پاکستان ته د امرېکا د بهرنېو چارو د وزېرې هلېري کلنټن په مشرئ دېوه امرېکاېې لوړ پوړي هېت دسفر او د طالبانو په باب ېې پاکستاني چارواکو سره د خبرو په هکله په خپلو لومړېو مخونو مفصل رېپوټونه چاپ کړي دي.

په اسلام اباد کې د واشنگټن پوست خبرېال کېرن برولېارډ په خپل راپور کې لېکي د پاکستان قباېلي سېمې چې لوړ او دنگ غرونه لري، په عسکرو باندې ېې په منظمه توگه حملې کېږي او هم ددغې اوږدې غرنئ بی کنټروله پولې نه وسله وال جنگېالي دحملو لپاره اوړي او بېرته خپلو مصونو او پټو ځاېونو ته راگرځي.

ورځپاڼه لېکي که څه هم چې پاکستان تش نامه دامرېکا سره په روان جنگ کې ملگرې دی، خو پوځ ېې افغانستان ته دطالبانو د اوښتو نه دمخنېوي لپاره هېڅ اقدام نه کوي. ورځپآنه لېکي چې په اسلام اباد کې دامرېکا پر خلاف د حکومت غوضه مخ په زېاتېدو ده.

واشنگټن پوست واېې چې د تېرو څو کلونو نه راهېسې امرېکاېې ماموران هم په دې اړه ډېر بی حوصلې شوي دي او د قباېلي سېمو نه دوامداره حملې په افغانستان کې دناټو د مامورېت لپاره ېو چېلېنج گڼي.

امرېکاېې چاوراکي دا گېله لري چې دپاکستان دپوځ سره امرېکا ډېره مرسته کړې او ځان دامرېکا ملگري هم گڼي مگر طالبانو ته اجازه ورکوي چې بی له کومې ستونزې په اېتلافي ځواکونو باندې خپلو برېدونو ته دوام ورکړي.

مگر واشنگټن پوست واېې چې په تېرو څو مېاشتو کې پاکستان په دې اړه خپل موقف بدل کړې او ملامتېا ېې دامرېکا په غاړه غورځولې..

پاکستاني چارواکي دامرېکاېې مامورانو د شکاېت په ځواب کې دا استدلال کوي کوم پاکستان طالبان چې دپاکستان دپوځ د عملېاتو له امله دخپلو مرکزونو نه وتلي دي، افغانستان ته ور اوښتلي دی، هغه امنېتي خلا ېې ډکه کړې او هلته ېې خپل مرکزونه ېې په کې جوړ کړي، چې دافغانستان په ختېځو ولاېتونو کې د امرېکاېې ځواکونو د تعرضي عملېاتو له امله راپېدا شوې ده. پاکستاني چارواکي واېې چې ددغو خلکو سره مختلفې وسله والې اسلامي ډلې ملگرې شوي چې اصل هدف ېې بل دی او همدغه کسان.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکي پاکستاني چارواکي کوښښ کوي چې تر هر څه لومړې باېد اېتلافي ځواکونه د افغانستان په ختېځو ولاېتونو کې ددغو وسله والو جنگېالو چاره وکړي تر څوپه پاکستاني هدفونو باندې ېې دحملو مخه ونېول شي او هم په افغانستان په امرېکاېې عسکرو باندې حملې بندې شي.

خو واشنگټن پوست دېو شمېر څېړونکو له قوله لېکي چې دپاکستان مشران محض ېوه بهانه لټوي او غواړي چې په څه چل خپل ځان دناټو د هغه فشار نه وژغوري چې په شمالي وزېر ستان کې ېې دحقانې دشبکې دجنگېالو پر خلاف د پوځي عملېاتو د شروع کولو لپاره پرې وارد کړی دی.

امرېکاېې قوماندانان په دې باور دي چې د حقاني جنگېالي دپاکستان دپوځ په سلا او مشوره په افغانستان کې حملې کوي. خو ځېني څېړونکي په دې نظر دي ددې لپاره چې په پاکستان باندې فشار زېات شي، امرېکاېې چارواکي اجازه ورکوي چې په پاکستان کې ېو لړ دننه حملي وشی.

ورځپاڼه لېکي په هر تقدېر، دغه راز متضاد استدلالونه د واشنگټن او اسلام اباد په دوه اړخېزو اړځکو د دنانندرېو او بی باورئ ېو نوې باب پرانېستلې دی.

واشنگټن پوست لېکي په داسې حال کې دامرېکا او پاکستان امنېتي اړېکې سړې شوې دي، دامرېکا دبهرنېو چارووزېره هېلري کلنټن دېوه ډېر فوق العاده لوړ پوړي هېت په مشرئ دپنجشنبې په ورځ اسلام ته راورسېده، چې دCIA رېس ډېوېډ پېټرېس هم په کې شامل دی.

ورځپاڼه لېکي چې دامرېکا او پاکستان اصل اختلاف او بی باوري په دوو مهمو مساېلو کې خلاصه کېږي، ېو دا چې افغانستان نه دامرېکاېې ځواکونو دوېستلو په اړه ېې خبرې دستونزو سره مخ شوي او دوهمه دا چې امرېکا پاکستان ته ډېر سخت خبردارئ ورکړې چې په قېاېلي سېمو کې دې دطالبانو مرکزونه وتړي ، که نه نو دعواقبو انتظار باېد اوباسي. واشنگټن پوست واېې چې پاکستان مبصرېنو هم په خپل نوبت دخپل حکومت نه غوښتلي دي چې دامرېکا دغوښتنو په مقابل کې باېد کلک درېځ ونېسی او په ډاگه دې ورته وواېې چې تاسې باېد پاکستان دمرستې مننه وکړئ، غندنه ېې مه کوئ.

واشنگټن پوست په پاې کې د پاکستان د استخباراتو د ېوه مامور له قوله لېکي ، توقع لري چې امرېکاېې چاوراکي به پاکستاني مشرانو ته دحقاني دشبکې دجنگېالو سره د پټو اړېکو په اړه ېو لړ شواهد وړاندې کړي او دا گواښ به ورته هم وکړي که د حقاني دجنگېالو څه چاره ېې زر ونه کړه نو خپلې مرستې به په پاکستان باندې بندې کړي. ورځپاڼه واېې چې مېرمن کلنټن پاکستان مشرانو ته خبردارئ ورکړ که په افغانستان کې په اېتلافي ځواکونو باندې دحملو مخنېوې ونه کړ،نو دهغې په قول پاکستان به ډېر غټ قېمت ادا کړي.

ورځپاڼه دهمدغه پاکستاني پوځي افسر له قوله چې نوم ېې پټ ساتل شوې، لېکي چې اوس دپاکستان پوځي قوماندانان دې نتېجې ته رسېدلي دي چې دامرېکاېې ځواکونو اصل هدف په خپله د پاکستان اتومي وسلې دي او کوښښ کوي چې وېې نېسي او بله مهمه خبره داده ترڅو چې امرېکا په افغانستان دپاکستان دزاړه رقېب او سېال، هند نفوذ او رسوخ کم نه کړي، پاکستان ورسره د طالبانو په ارتباط هېڅ مرسته نه شي کولې. د پاکستان د پوځ وېاند تورن جنرال اتهر عباس دروېټرز خبري اژانس ته ووېل چې دپاکستاني طالبانو ېو قوماندان مولوي فضل الله فعلا په افغانستان کې دی، دافغانستان دخاورې نه حملې کوي او تراوسه پوری ېې سل پاکستاني عسکر وژلي دي. پاکستاني مشران واېې چې د پولې په اوږدو کې ېې پوځېان خواره واره شوي ، دحقاني دشبکې سره دجنگ لپاره عسکر او وساېل نه لري. واشنگټن پوست واېې چې د پاکستان د پوځ لوئ درستېز جنرال اشفاق کېاني په ېوه تازه مرکه کې دا دلېل هم وړاندې کړ چې د امرېکا اصل مشکل په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې دی.

ورځپاڼه واېې چې ددغو ښکاره نانندرېو باوجود تېره هفته دناټو ځواکونو دحقاني دشبکې دجنگېالوپر خلاف دپاکستاني استخباراتو په ملاتړ او مرسته په ختېځ کې تعرضي عملېات شروع کړل.

له بلې خوا د نېوېارک ټاېمز ورځپانې هم پاکستان ته د امرېکا د بهرنېو چارو د وزېرې په مشرئ د لوړ پوړي امرېکاېې هېت په سفر باندې تبصره کړې او واېې چې اسلام اباد ته د دومره ېو پېاوړي امرېکاېې هېت سفر کومه عادي خبره نه ده. ورځپاڼه دېوه لوړ پوړي امرېکاېې مقام له قوله لېکي زمونږ هدف دادې چې پاکستاني چارواکو ته خپل دا پېغام په ډاگه توگه ورسوو، که په افغانستان کې دامرېکاېې عسکرو وژل بند نه شي نو امرېکا به په ېوه اړخېزه توگه اقدام وکړي. نېوېارک ټاېمز په پاې کې واېې که څه هم چې مېرمن کلنټن دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو دشروع کولو غوښتنه وکړه ، مگر جمهور رېس کرزي ورته ووېل چې دپاکستان د مرستې نه ممکنې دي او نه نتېجه نه ورکوي.

په عېن وخت کې د وال سټرېټ ورځپآنې په خپله ېوه مقاله کې وکېل چې مېرمن کلنټن دجمعې په ورځ ېو وار بېا د پاکستاني مشرانو نه وغوښتل چې حتما باېد دطالبانو چاره وکړي. دوال اسټرېټ ورځپانې راپور ورکړ چې مېرمن کلنټن خپله غوښتنه په اسلام اباد کې د صدراعظم ېوسف رضا گېلاني او د پوځ لوئ درستېز اشفاق کېاني سره دملاقات پر وخت وکړه.هغې د پنجشبې په ورځ هم دپاکستاني مشرانو نه غوښتلي ؤ چې دحقاني په شبکه باندې دې حمله وکړي.

وال سټرېټ لېکي کله چې وړم کال د امرېکا حکومت د پاکستان پوځ ته د پېسو او وسلو ورکول پېل کړل نو تراوسه پورې ېې په قباېلي سېموکې دطالبانو پر ضد څو وارې عملېات کړي دی او هم ېې په پټه توگه امرېکاېې ځواکونو ته اجازه ورکړې ده چې دطالبانو په هدفونو باندی دافغانستان د سرحد سره نژدې د بی پېلوټه الوتکو په وسېله حملې وکړي، مگر امرېکاېې چاوراکي په دې باور دي چې دپاکستان پوځ کوښښ کوي چې دحقانې دشبکې په شان دطاللبان وځېني ډلې د راتلونکې لپاره وساتي.

XS
SM
MD
LG