د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: کانګرس دي د افغانستان او پاکستان په اړه نه بې حوصله کېږي


کلینټن: کانګرس دي د افغانستان او پاکستان په اړه نه بې حوصله کېږي
کلینټن: کانګرس دي د افغانستان او پاکستان په اړه نه بې حوصله کېږي

د واشنگټن پوست ورځپاڼه په خپله تازه گڼه کې لېکي چې د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلري کلنټن ، د کانگرس دغړو نه وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان په اړه دي دومره ژر نه بې حوصلې کېږي . ددغه مطلب غټ ټکي مو ژباړلي دي.

په داسې حال کې چې د امرېکا متحده اېالات لگېا دی هڅه کوي چې د پاکستان سره خپلې خرابې شوې اړېکې بېرته ښې کړي، په افغانستان کې د خپلو دښمنانو سره خبرې وکړي او د ١٣٩٣ هجري لمریز کاله پورې د افغانستان نه د امرېکا د ټولو پوځي قطعاتو د راوېستلو لپاره لاره خلاصه کړي، د بهرنېو چارو وزېرې ،هېلری کلنټن، دپنجشنبې په ورځ په واشنگټن کې د د کانگرس د بهرنېو اړېکو د جرگه گۍ د ېوې استماعېه غونډې په دوران کې د کانگرس غړو ته ووېل چې هغوي باېد د اوباما د د استراتېژۍ ملاتړ وکړي.

مېرمن کلنټن د خپلې وېنا په پیل کې ووېل،،زه به لومړۍ کسه یم چې په دې واقعېت باندې اعتراف کوم چې په افغانستان او پاکستان کې زمونږ د ملگرو او انډېوالانو سره ېو ځاې کارکول تل اسان نه دي، خو ددغو دواړو ملکونو سره ملگرتېا او همکاري د امرېکا د ملي امنېت گټې خوندي کوي او که په دې مهمه شېبه کې ورسره خپله انډېوالي او ملگرتوب پرېږدو، نو د امرېکا گټو ته به زېات تاوان ورسېږي.،،

واشنگټن پوست لېکي که څه هم چې امرېکاېې ځواکونو د القاعدې او طالبانو پر ضد په افغانستان کې په جګړه کې ښه فوق العاده پرمختگ کړی دی او د جنگ د ختمولو په منظور ېې خپله تګلاره له سره عېاره کړې ده ، د کانگرس ځېني غړي په دې اړه چندان زېات خوشبېنه نه دي چې اېا دغه جنگ به وگټلې شي او که نه ورځپاڼه لېکي چې د کانگرس ځېني غړي په دې عقېده دي چې دا جنگ په دومره زېات لگښت او انساني تلفاتو نه ارزي.

واشنگټن پوست واېې چې مېرمن کلنټن په خپله وېنا کې د افغانستان په اړه په مثبت انداز کې وغږېده او وېې وېل چې د امرېکې موجوده استراتېژي په درېو ټکو باندې ولاړه ده،Fight,Talk and Build ېعنې جنگ جارې وساته، خبرې هم کوه، او ابادي راوله .

واشنگټن پوست ددغې استراتېژۍ په اړه د مېرمن کلنټن له قوله واېې په داسې حال کې چې امرېکاېې ځواکونه خپلو پوځي عملېاتو ته شدت ورکوي، هڅه به وکړي کوم طالبان چې د پاکستان په قباېلي سېمو کې پراته دي خپل فشار پرې دومره زېات کړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره واېې چې پاکستان ته ېې د خپل وروستي سفر په لړ کې ېې د پاکستاني چارواکو سره دهغې په وېنا په پوره تفصېل څرگندې خبرې وکړې او د پاکستان سره ېې دامرېکا په اړېکو کې ېو نوې فصل پرانېسته .

واشنگټن پوست واېې دامرېکا او پاکستان اړېکې سږکال وروسته دهغې ډېرې سړې شوې چې امرېکاېې چارواکو په ښکاره توگه پاکستان په دې تورن کړ چې پوځ ېې د طالبانو پټ ملاتړ کوي.

مېرمن کلنټن ووېل امرېکا کوښښ کوي چې د افغانستان گاونډېان وهڅوي چې په دغه هېواد کې د روغې جوړې د خبرو ملاتړ وکړي او په سېمه کې تجارت ته وده ورکړي. داستامبول په غونډه کې به دامرېکا، ملگرو ملتونو او اروپاېې اتحاد استازي هم موجود وي.

ورځپاڼه لېکي چې دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره به بله اونۍ په استامبول کې د افغانستان په هکله په ېوه سېمه اېز کانفرانس کې گډون وکړي او امرېکا هېله لري چې داستامبول د کانفرانس په نتېجه کې به په افغانستان کې اقتصادي سوکالي راشي او گاونډېان به وعده وکړي چې نور به په دغه هېواد کې د خپلو ملگرو په لاس غېر مستقېم جنگ پاې ته ورسوي. مېرمن کلنټن ووېل چې د امرېکا موجوده استراتژي پېسې او مصارف اېجابوي خو دکانگرس غړو پاکستان سره د امرېکا په هر ډول مرستې باندې سخت شراېط لگولي دي.

ورځپاڼه واېې چې مېرمن کلنټن په خپله وېنا کې دکانگرس غړو ته اشاره ووېل،، زه نه شم کولې چې دا واقعېت تاسو ته ددې نه ښه په ښکاره ټکو کې څرگند کړم،،

خو ورځپاڼه لېکي چې په کانگرس کې دامرېکا د دواړو گوندونو ډېر غړي د مېرمن کلنټن په څرگندونو باندې چندان زېات قانع نه ښکارېدل او د فلورېډا اېالت نه د جمهوري گوند غړې، مېرمن اېلېنا راس، ورته په ځواب کې ووېل،، ډېره گرانه ده چې څوک خوشبېن وي،،. اېلېنا راس ووېل ټول اپشنونه چې تاسو په مېز باندې اېښې دي، ډېره اشتها ورته نه کېږي او دا خطر موجود دی چې غېر موثر ثابت شي او معکوسه نتېجه ورکړي.

دکانگرس ېوه بل غړي هوارد برمن چې دکلېفورنېا اېالت نه د دېموکرات گوند استازېتوب کوي ، مېرمن کلنټن ته ېې ووېل چې داوباما حکومت باې دپاکستان سره په کال کې په تقرېبا دوه مېلېاردو ډالرو پوځي مرستې باندې له سره غور وکړي او همد اچې اوس اوس هم په دې اړه ځېني ملاحظات لرم چې اېا د القاعدې طرفدارې ډلې ،حقاني شبکې، سره به د خبرو نه څه جوړ شي او که نه.

واشنگټن پوست واېې چې د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې په ځواب کې ورته ووېل چې سږکال په دوبي، امرېکاېې مامورانو د حقاني د استازو سره وکتل مگر دغه فقط ېوه کتنه وه، مذاکرات نه و او بېا ورسره کومې خبرې نه دی شوي.

ورځپاڼه واېې چې د ابراهېم حقاني سره د خبرو نه علاوه ، امرېکاېې ماموران تل دا خبره تکراروي چې دافغانستان روان جنگ به بالاخره د دمختلفو قومي او سېاسي ډلو ترمنځ د خبرو اترو او موافقې په لاس کېدو سره پاې ته ورسېږي. واشنگټن پوست واېې چې امرېکاېې مقاماتو سږکال تراوسه پورې د کوټې د شورا د استازو سره دوه ځلې مذاکرات کړي دي. ددغې شورا مشري د طالبانو د رهبر ملا محمد عمر په غاړه ده. ورځپاڼه لېکي چې مېرمن کلنټن دا خبره مني چې د کوټې شورا باېد په هر ډول خبرو کې شامله وي. مېرمن کلنټن ووېل مونږ غواړو چې جنگ جاري وساتو، خو خبرې به هم کوو او د ابادۍ کارونه به هم مخ په وړاندې روان وي.

ورځپاڼه په پاې کې لېکي چې مېرمن کلنټن د پاکستان د مشرانو دا غوښتنه منلې ده چې دافغانستان په اړه په هر ډول مذاکراتو کې باېد پاکستان برخه ولري او د حکومت ېوه لوړ پوري مامور ووېل چې هېله ده چې بالاخره به په افغانستان کې د جنگ د ختمولو لپاره د ملگرو ملتونو او ېا بلې کومې بهرنۍ موسسې په مرسته خبرې وشي خو په لومړۍ مرحله کې باېد ېواځې هغه خواووې په کې گډون وکړي چې په مستقېم ډول په جنگ کې شامل دي چې په دې جمله کې ، دافغانستان حکومت، طالبان، پاکستان او امرېکا شامل دي.

واشنگټن پوست واېې مېرمن کلنټن په پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې په ښکاره توگه دې د طالبانو نه وغواړي چې خبرو ته غاړه کېږدي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه واېې چې داستامبول دغونډې نه وروسته به سږکال په ډېسمبر کې په بون کې دافغانستان په هکله نړېوا ل کانفرانس راوبلل شي او د ۲۰۱۲ په مۍ کې به د ناټو مشران د امرېکا د شېکاگو په ښار کې خپله ېوه مهمه غونډه وکړي چې د بحث مهمه موضوع به ېې حکومتي ځواکونو ته د امنېت د مسوولېت ورسپارل او په 1393 هجري شمسي کال کې د افغانستان نه د ناټو د قواو د راوېستلو مسله وي.

له بلې خوا د لندن دډېلې ټلېگراف ورځپاڼه لېکي چې د برېتانېې دحکومت نه غوښتل شوي چې د ١٣٩٣ هجري شمسي کال پورې دي په افغانستان کې د خپلو عسکرو اوسنې تعداد نه کموي.

د ډېلي ټېلېگراف خبرېال ټامس هارډېنگ په خپله مقاله کې لېکي چې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون اعلان کړې چې د ٢٠١۴ مېلادي کال تر پای پورې به ټول برېتانوي عسکر دافغانستان نه ووېستل شي، چې په دې جمله کې د پوځ د مخصوصو قواو عسکر ېې هم شامل دي. اوسنی شمېر به ېواځې تر بل کال پورې دوام وکړي او بېا به ېې شمېر په تدرېجي توگه کم کړل شي، مگر په هلمند کې د افغانستان د پوځ قوماندان جنرال شېرېن شاه په دې نظر دی چې د برېتانېې د عسکرو وتل به په امنېت باندې ډېره منفي اغېزه وغورځوي .جنرال شېرن شاه ووېل چې مونږ هغوی ته دلته ضرورت لرو او د١٣٩٣ هجري شمسی پورې باېد په شرېکه وجنگېږو.

ورځپاڼه لېکي چې دافغانستان د پوځ نوموړي جنرال د برېتانېې د حکومت نه غواړي چې د ډېرو کلونو پورې باېد خپل عسکر په افغانستان کې وساتي ، ځکه چې زمونږ ملک د30 کلونو جنگ تباه کړې دی.

XS
SM
MD
LG