د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري: افغانان د دویم بن نه څه غواړي؟


جان کیري: افغانان د دویم بن نه څه غواړي؟
جان کیري: افغانان د دویم بن نه څه غواړي؟

د هیرالد ټریبیون نړیواله ورځپاڼې د ډیسمبر په ۲ مه نېټه د امریکا د مشرانو د جرګې د نړیوالو اړیکو د جرګه ګۍ د ریْس سناتور جان کیري له قوله یو مطلب لیکلی دی. ددې مطلب عنوان دا دی چې افغانان د دویم بن نړیوال کنفرانس نه څه غواړي

ورځپاڼه د ښاغلي کیري له قوله لیکي چې که پاکستان د بن په دویم نړیوال کنقرانس کې برخه واخلي یا نه،امریکا باید افغانانو ته دا په واضیح الفاظو ووايي چې امریکا به دوي یواځي پرې نږدي او د افغانستان څخه به مخ وانړوي.

ښاغلیْ کیري لیکي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناټو په هوايي برید کې د پاکستاني عسکرو وژل کیدل یوه غمګینه پېښه وه. زه په دې پوهېږم چې دې کار به د پاکستان خلګ ډیر په غوصه کړي وي او د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره همدري څرګندوم.

په دې هکله یوه هر اړخیزه څیړنه پیل شوې ده او دواړه هیوادونه یعنی امریکا او پاکستان باید پر خپلو ګډو ملي منافعو باندي متمرکزه پاته شي. دغه پېښه مونږ ته دا را په یادوي چې مونږ څومره یو بل ته ضرورت لرو چې په ګډه کار وکړو، جګړه ختمه کړواو سیمې ته امنیت او ثبات راولوو.

د سولې راوستل هیڅکله هم آسانه کار نه و. تیر کال په ځانګړې توګه د امریکا او پاکستان د اړیکو دپاره ډیر ستونزمن کال و. د دې سره سره چې دواړې خواووې ښايي ستونزې سره ولرو خو باید دا په یاد وساتو چې ز مونږ کوم مهم مسایل مطرح دي.

که چیري مشترکات پیدا کړو د دواړو خواوو په ګډه ده.

راروانه اونۍ په جرمني کې د افغانستان په هکله دویم نړیوال کنفرانس پیل کېږي. مونږ یو بل چانس لرو چې په دې برخه کې پرمختګ وکړو. په دې کنفرانس کې چې د افغانستان، د ناټو د غړو هیوادونو ، او د سیمې د هیوادونو استاځي برخه اخلي په سیمه کې د ستونزو د حل دپاره یوه لاره هوارېږي نه دا چي خنډ جوړوېږي. دا د ټولو دخیلو خواوو دپاره یو فرصت دی چې د افغانستان په راتلونکې کې برخه واخلي.

مونږ ټول د پاکستان په ګډون چې په افغانستان کې د هرډول تل پاتې سولې په راوستلو کې کلیدي رول لوبولای شي، باید د دې موقعې نه ګټه پورته کړو. که چیري پاکستان د بن په کنفرانس کې برخه وانخلي نو دا به سیمې ته یو خطرناکه پیغام ورواستوي چې دغه هیواد د افغانستان اونړیوالې ټولنې سره د سولې په راوستلو کې علاقمند نه دی.

که چیري پاکستان د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي یا نه، بن بیا هم یو فرصت دی د امریکا دپاره چې دا نړیوالو ته واضیح کړي چې مونږ د افغانستان څخه مخه نه اړوو. مونږ په سیمې کې مهمې او اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې لرو چې کیدای شي دخطر سره مخامخې شي که چیري مونږ یو بامسولیت عبوري بهیر رامنځ ته نکړو.

ښاغلیْ کیري لیکي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې کله چې زمونږ د قواوو اکثریت د افغانستان څخه ووځي، مونږ به د افغانستان سره خپل د اړیکو یو نوی پړاو پرانیزو. مونږ باید د عراق په شان د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته او کار وکړو چې د ترهګرو مخه ونیسو چې بیا په افغانستان کې ځالې جوړې نکړي. مونږ به د افغانستان سره په پراخه اندازه د سیاسي، اقتصادي، نظامي، اجتماعي او پرمختیايي اړخونو نه مرسته وکړو.

ښاغلی کیري لیکي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه ویره لري چې په دې هیواد کې به سیاسي خلا رامنځ ته شي او له همدغې وجې نه هر هیواد د افغانستان دننه د بیلابیلو ډلو سره خپلې اړیکې جوړوي چې په لړ کې به یې د افغانستان د بې ثباتۍ او شخړې د لا اوږدې کیدو دپاره زمینه مساعده شي.

ښاغلی کیري لیکي چې د پاکستان پرته نورو هیوادونو ته هم باید پاملرنه وشي. روسیې د مثال په ډول اوس غواړي چې په سیمه کې خپل واک لا پسي پراخ کړي. دغه هیواد کولای شي چې زمونږ د وتلو په بهانه باندي د تاجکستان او افغانستان د سرحد له لارې روسي قواوو بیا په افغانستان کې ځای پر ځای کړي. دغه راز چین بیا د اقتصادي لحاظه هڅه کوي چې خپل نفوذ په سیمه کې زیات کړي.

ښاغلی کیري لیکي چې بن امریکا دپاره یو فرصت دی چې نړیوالو ته ووایو چې زمونږ نقش مخ پر بدلیدو دی نه دا چي ختمیږي. په افغانستان کې د مسولیت د لېږد یو بامسولیت بهیر نه یواځي د افغانانو په ګټه دی بلکې د سېمې د امنیت په ګټه هم دی.

XS
SM
MD
LG