د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: کرزي د طالبانو ددفتر د پرانیستوسره مخالفت پرېښود


نیویارک ټایمز: کرزي د طالبانو ددفتر د پرانیستوسره مخالفت پرېښود
نیویارک ټایمز: کرزي د طالبانو ددفتر د پرانیستوسره مخالفت پرېښود

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه او د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د افغانستان د سولې په هکله د روانو خبرو په برخه کې تبصرې او معلومات خپاره کړي دي.

د اسوشېتېد پریس خبري اژانس د ښاغلي کرزی له قوله د سې شنبې په ورځ لیکي چې د ده حکومت به د یاغي طالبانو د دفتر پرانیستنه په قطر کې ددې لپاره قبوله کړي چې د سولې دخبرو نماېندگي پکې وشي که څه هم د هغوي د دفتر پرانیستل به په سعودي عربستان او ترکیه کې غوره کار وي.

اسوشیټد پریس لیکي چې امرېکا په دې ټېنگار کوي چې طالبان په قطر کې دفتر پرانېزي؛ ښاغلي کرزي د جمهوري رېاست په وینا کې وېلي دي چې موږ له دې سره موافقه لرو.

ددې مېاشتی په سر کې کابل له قطر نه خپل سفیر راوغوښت چې ددغو رپوټونو په برخه کې ورسره سلا مشورې وکړي.

د سی اېن اېن خبري ادارې هم د سې شنبی په ورځ دافغانستان د حکومت د سولې د شورا د ېوه غړي له قوله ولېکل چې په قطر کې به د طالبانو دفتر د داسي اصو لو په نظر کې نېولو سره وي چې د سولې په خبرو کې دهرډول خارجي مداخلې مخنېوی وشي.

اسمعېل قاسمېار د سولې دعالی شورا ېوه غړي خبرداری ورکړ چې امرېکا غواړي خپله معامله له دغی افراطي ډلی سره پر مخ بوزي. هغه زېاته کړله چې موږ له نړېوالو دوستانو او متحدېنو نه خواهش کووچې له طالبانو سره هېڅ ډول خبری ونکړي. قاسمېار ووېل چې دا دافغانانو کاردی او موږ غواړو چې افغانان د سولې د بهېر مشري وکړي.

"

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکي چې ښاغلي کرزي د طالبانو ددفتر له پرانیستلو سره خپل مخالفت پرېښود او اجازه ېې ورکړله چې هغوي په قطر کې دسولې د خبرو د پرمخ ته بېولو لپاره دفتر پرانیزي. هغه د سې شنبې په ورځ ووېل چې دی له ېوه داسي اقدام سره موافقه کولی شي که چېرې امرېکا دا غواړي.

هغه د سې شنبې په ورځ د جمهوري رېاست په ېوه خبرلیک کې وویل چې د طالبانو پېشنهاد شوی دفتر دي په سعودي عربستان او یا ترکیه کې پرانېستل شی، خو که چېري د امرېکا متحده اېالات په دې ټېنگار کوي چې په قطر کې دي دغه دفتر پرانېستل شي نو موږ ورسره موافقه لرو.

نېوېارک ټاېمز لېکي چې ښاغلي کرزي دا خبرې د کویت له خبری رسنیو سره وکړلې.

په دغه رسمي وېنا کې د افغان حکومت له خوا نه هغه پخوانې مطالبې او غوښتنې ندي تکرار شوي چې طآلبان دي لومړۍ جگړه بنده کړي ، مخکی له دېنه چې ا جازه ورکړل شی چې دفتر پرانېزي.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه ليکي چې د دغه دفتر د پرانېستلو ترشا نظریه دا ده چې افغان او د سولی غربي مرکچیانو ته ېوادرس پیدا شي چې هغوي په ښکاره د طالبانو له مشروع نماینده سره خبري وکړی شي. افغان او امرېکايي چارواکی وايی چی په قطر ، ترکیه او سعودی کې به ددغه رازدفتر پرانېستل داگټه هم ولري چې د پاکستان اغېزې پر طالبانو باندې کمې کړی شي.

نیوېارک ټاېمز په پاې کې ليکي چې د ښاغلي کرزي موافقه چې په قطر کې د طالبانو ددفتر له پرانېستلو سره یې هوکړه وکړه داسي معلومېږی چې د سولی په بهېر کې ېو قدم پرمختگ منځته راغلی دی، ځکه پخوا ېوشمېر ناکامې هڅی شوې وې او نتېجه ېې نه وه ورکړې.

XS
SM
MD
LG