د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: د پناګون لوړ پوړی هیت د افغانستان د کاڼو په برخه کې مرسته کوي


واشنګټن پوست: د پناګون لوړ پوړی هیت د افغانستان د کاڼو په برخه کې مرسته کوي
واشنګټن پوست: د پناګون لوړ پوړی هیت د افغانستان د کاڼو په برخه کې مرسته کوي

دواشنگټن پوست ورځپاڼه دمارچ په 24 مه لېکی چې دامرېکا ددفاع وزارت پنټاگان ېومعتبر هېئت له دې سره مرسته کړېده چې د افغانستان دکانونو دشتمنېو په برخه کې مرسته وکړی او په شخصی سکتور کې ېې پراختېا راوستی ده.

خو امرېکا کانگرېس غوښتنه کړېده چې ددوې هڅی باېد دامرېکا د بلی اداری ېواېس اېډ له خوانه پرمخ ولاړی شی. په همدی سبب به هغوی خپل کارونه محدود کړی.

ددغه هېئت رئېس چې دامرېکا ددفاع وزارت مرستېال هم دی فېصله ېې کړېده چې د جون په 30 مه استعفې وکړی. داکارددې سبب شودی چې دهغه د ډلی سل تنه ماموران هم له دغی اداری سره خپل بېلتون اعلان کړی.

خو دامرېکا ستر نظآمی چارواکی لکه د لوېودرستېزانو دکومېټی رئېس اود سمندری قواوستر جنرال ماېک ملېن او په افغانستان کې دامرېکا دقواو قوماندان جنرال پېټرېېس ددغی ډلی کار ته په ډېر اهمېت گوری او دامرېکا دبغاوت ضدهڅو ېو برخه ېې بولی.

ددغې ادارې لپاره به مالی مرسته د سپتمبر په 30 مه بنده شی اوکارونه به ېې دامرېکا دنړېوالو انکشافی چارو اداری ېواېس اېډ ته وسپارل شی. پال برېنکلی چې ددفاع له وزارت سره شپږکاله مخکی ېوځای شوېدی او په عراق کې د تجارتی کارونو له پرمختگ سره مرسته کړی وه، وايی چې دېواېس اېډ اداری ته دده دکار سپارل ېولړ خطرونه ولری. دغه اداره اصلا په انکشاف کې مرسته کوی، نه په تجارتی معاملو کې . اوموږ دگټی اوتجارت په برخه کې کار کوو. موږ له ېوشمېر کمپنیو سره مرسته کوو چې گټه وکړی. دغه راز طرز فکر په هغو موسسو کې نه وی چې بشری مرستی کوی.

واشنگټن پوست لېکی چې دپال برېنکلی ادارې تېرکال په دې شهرت وموند چې هغه رپوټ ېې خپور کړ چې افغانستان دېوترېلېون په اندازه ذخېره شوی کانی مواد لری. که څه هم زېاته برخه ېې په داسی سېموکې ده چې ډېر زېات خطر پکې موجوددی او په اسانه ورتگ نشی کېدلی. خو سره له دې هم دغه رپوټ په امرېکا کې هېله پېدا کړله چې افغانستان چی له ډېرې مودې راهېسی د بهرنېانو په مرستو اتکالری، بالاخره به په دې قادر شی چې دخپل حکومت او امنېتی قواو لگښت په خپله په غاړه واخلی. ورځپاڼه لېکی چی دغی اداری تر تېرکال پورې عراق ته توجه زېاته کوله او هلته ېې مرسته وکړله چې داتو ملېاردو په اندازه شخصې پانگی لگونی وشی، هغه هم په داسی ا دارو کې چې پخوابه د حکومت په بودېجه چلېدلی.

دغی ډلی اوس خپله توجه افغانستان ته اړولی وه. پال برېنکلی ووېل چې دامرېکا حکومت تراوسه پورې په ملېونو ډالره لگولی دی چې په افغانستان کې انکشاف راولی. خو داقتصاد په پرمختگ باندی تمرکز ندی شو. دافغانستان خلک داقتصادی تاکتېکی انشکاف او مهارتونو ته ضرورت لری او داکار زموږ په خارجی پالېسی کې لادرکه دی.

دامرېکا دغو دوه جگپوړه نظامی چارواکېو جنرا ل پېټرېېس سپارښتنه کړېده او ددفاع وزېر رابرت گېټس تېره مېاشت دکانگرېس ېو کومېټی ته ووېل چې د برېنکلی ټېم په رېښتونی توگه مرسته کړېده. اوزه هېله من ېم چې دوی به خپل کارته ادامه ورکړی. که څه هم دابه په انصاف برابره خبروی چې هغوی له ډېرو زېاتو اداریت خنډونو سره مخ دی.

دامرېکا د کانگرېس ېوه هېت چې عراق اوافغانستان ته ېې سفر کړی و ، وايی چی په دواړو هېوادونو افغانستان او عراق کې د پرمختگ نښی نښانی لېدلی دی.

دامرېکا ېوې استاځې مارشا بلکبرن چې په دغه سفر کې شامله وه وايی چی عراقېانو پرمختگ کړېدی نه ېوازې روزنه کې بلکه دروزونکېو په روزنه کې ېې هم پرمختگ کړېدی.

دافغانستان په برخه کې مارشا بلک برن ووېل چې دا له جنرال ډېوېډ پېټرېېس سره موافقه ده چې هغه وايی په افغانستان کې لا پرمختگ ښه پوره ټېنگ شوی ندی، اوکه پاملرنه ورته ونشی نو بېرته په شا گرځېدلی شی. دکانگرېس دغی غړی د کانگرېس له نور و غړېو ټام مارېنو جان سر بېنز اومېشل گرېم سره سفر کړېدی. دکانگرېس دغه هېت دافغانستان د پارلېمان له غړېو سره ملاقاتونه کړېدی. دکانگرېس غړی مارشا ووېل دادهغوی په تعهد باندی چې له دېموکراسی سره ېې لري ډېره خوشاله ده. هغی ووېل په دې ترڅ کې د روغېتا ېوه وزېر رپوټ ورکړ چې 85 فېصده افغانان روغتېايی خدمتونو ته لاسرسی لری اوتر بل هروخت نه اوس افغان ماشومان ښوونځېو ته زېات ورځی.

XS
SM
MD
LG