د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: د افغانستان نه د عسکرو د نه وتلو پر سر زورور بحث


واشنګټن پوست: د افغانستان نه د عسکرو د نه وتلو پر سر زورور بحث
واشنګټن پوست: د افغانستان نه د عسکرو د نه وتلو پر سر زورور بحث

نظامی مشران او داوباما ملکی سلاکاران دهغه بحث اومشاجري لپاره ځان چمتوکوي چې وايی له افغانستان څخه به دعسکرو پلان شوي وتل په کومه اندازه وی او دوتلو بهېر به څنگه وی، سوکه او که گړندی. داکار به د سږکال په اوړي کې عملی شي.

پوځ داغواړی چې د محآربوی عسکرو دوتلو شمېر محدود وي خو سپېنه ماڼی په دې زور اچوي چې پکارده دومره عسکر را واېستل شی چې له جگړی ستومانه راېې ورکوونکي پرې قانع کړی شی.

په افغانستان کې، دامرېکا جگپوړه قوماندان جنرال ډېوېډې پېټرېېس تراوسه پورې خپلو مشرانو ته په پنټاگان کې خپل وړاندېز ندی کړی چې څومره عسکر له افغانستان څخه د راتلونکې جولای په مېاشت کې واېستل شی. خو ېوشمېر معتبرو نظامی منصبداران او نظآمی پلان جوړوونکېو وېلی دی چې د جولای په مېاشت کې دعسکرو وتل دومره کم دی چې بې اهمېته گڼل کېدلی شی، دغی مسلی په سپېنه مآڼی کې ژوره اندېښنه راپېدا کړېده.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی په هغه مجلس کې چې په دې مېاشت کې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما د جگړی له سلاکارانو سره وکړ، هغه د عسکرو دوتلو په دغه راز توضېح کولو باندی ناخوښې څرگنده کړله. جمهوررئېس داخبره واضح کړله چې دی غواړی د جولای په مېاشت کې دعسکرو بامفهومه کمول او وتل پېل کاندی. هغه کسان چې په دغه مجلس کې حآضر وو ، واشنگټن پوست ته ېې د خپلو نومونو دنه ښودلو په شرط داخبری کړېدی.

ورځپاڼه لېکی چې د عسکرو د شمېر او دوتلو د بهېر دڅرنگوالی په برخه کې دا مختلف نظرېات، د اوباما د نظآمی او ملکی سلاکارانو ترمنځ هغه مخکېنی اختلاف نظرڅرگندوی چې اېا افغانستان ته لږ عسکر ولېږل شی او که ډېر. هغه وخت دا بحث او هلی ځلی ددې لپاره کېدلی چې دغه ناکامېدونکی جگړه څنگه دکامېابی په لور روانه کړی شی. که څه هم نظآمی مشران استدلال کوی چې دعسکرو زېاتونگ دامرېکا قواوی په دې قادرې کړلی چې دطالبانو د جگړی زور په ېوشمېر مهمو سېموکې، په تېرو څو مېاشتو کې راکم کړی. خو دسپېنی ماڼي چارواکی په دې کی شکمن دی چې اېا دغه د پرمختگ نښی به دامرېکا د عسکرو له وتلونه وروسته او دامرېکا د مالی مرستونه پرته هم په خپل حآل پاتی شی او که نه .

دواشنگټن پوست ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې دابحث هغه زېاتېدونکی اندېښنی نورې هم پېچلی کړېدی چې په واشنگټن کې د جگړی دلگښت په برخه کې موجودې دي. د جگړی لگښت به دېواټکل له مخی سږکال 120 بلېونو ډالرو ته و رسېږی. سروی گانی دا څرگندوی چې دخلکو د لچسپې ورځ په ورځ مخ په کمېدو ده حتی په جمهوری خواهانو کې هم دا نښی نښانی لېدل کېږی. دافغانستان مامورېت، دامرېکا لپاره د ملت جوړونی په پېچلو هڅو بدل شوېدی.

په داسی حال کې چې دواړه خواوی دا توقع کوی چې دا بحث به ډېرزورو بحث وی، نو ځانونه چمتو کوی چی داسی لاری چاری غوره کړی چې دخپلې خوښی نتاېج په دې توگه لاسته راوړي چې د بلی خوا دخوښې نتاېج محدود کړی. د نظآمېانو لپاره ددی مانا داده چې خپل ټاکل شوي اهداف د شمېر په لحاظ کم کړی، ځکه چې په دې ټول موافق د ی چې دعسکرو دوتلو شمېر باېد د جگړی د مېدان د څرنگوالی په نظر کې نېولو سره وټاکل شی. نه دا چی د سپېنی مِاڼی له خوانه تحمېل شی. خو د ملی امنېت د شوری له خونه ښايي داسی هڅه وشی چې خپل محدودېتونه تحمېل کړی او ېوه داسی نټېه وټاکي چی د عسکرو د زېاتونگ د پالېسی په نتېجه کې په افغانستان کې زېات شوي عسکر، باېد کورته راوستل شی.

XS
SM
MD
LG