د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: د طالبانو د یو شمیر مشرانو سره خبري په ابتدايي پړاو کې دي


Burhanuddin Rabbani, president of Afghanistan, addresses a United Nations news conference, Tuesday June 9, 1998. Afghanistan s ousted president said Tuesday he welcomed U.N. efforts to reduce opium poppy cultivation in his country but warned that working
Burhanuddin Rabbani, president of Afghanistan, addresses a United Nations news conference, Tuesday June 9, 1998. Afghanistan s ousted president said Tuesday he welcomed U.N. efforts to reduce opium poppy cultivation in his country but warned that working

دواشنگټن پوست ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکي، دافغانستان د سولې او پخلاېنې د نوې عالي شورا رئېس برهان الدېن رباني، د پنجشنبې په ورځ ووېل چې دی په دې عقېده دی چې د طالبانو ېوشمېر مشران دېته چمتو دي چې د سولی په مسله مذاکرات وکړي، خوهغه ووېل چې ددوی اړېکې له هغوی سره په ډېر اتبدايي پړاو کې دي.

دروېټرس خبري اژانس لېکي چې دامرېکا متحده اېالات به په خپله وسه کې هر هغه څه وکړي چې دافغانستان د جمهوررئېس حامدکرزي ملاتړ وکړي چې د طالبانو له ېوشمېر اشخاصو سره د پخلاېنې بهېر ته زور ورکړي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکي چې دافغانستان د سولې او پخلاېنې د نوې عالي شورا رئېس د پنجشنبې په ورځ ووېل چې دی په دې عقېده دی چې د طالبانو ېوشمېر مشران دېته چمتو دي چې د سولې په مسله کې مذاکرات وکړي، خوهغه ووېل چې ددوی اړېکې له هغوی سره په ډېر اتبدايي پړاو کې دي.

دسولی او پخلاېنې د شورا رئېس برهان الدېن رباني دافغانستان پخوانی جمهوررئېس دکابل په ېوه کنفرانس کې د پنجشنبی په ورځ ووېل : موږ خپل اولني قدمونه پورته کوو. زه په دې عقېده ېم چې د طالبانو په منځ کې داسي کسان شته دی چې داسي پېغام لری چې وايی دوی خبري غواړی،او دوی دېته چمتو دي.

واشنگټن پوست لېکي چې د برهان الدېن رباني خبري په کابل کې دنورو افغان چارواکېو دخبرو انعکاس دی . هغوي وايي چې د طالبانو غړي چې په هغو کې معتبر مشران هم شامل دي او ېا هغه کسان چې وايې دوي ېې نماېندگي کوي دافغانستان د حکومت له چارواکېو سره په امکاني مذاکراتو باندې بحث کړېدی، که څه هم د ېاغېانو ډله په ښکاره باندی له دېنه انکار کوی چې داسي ملاقاتونه اوبحثونه ندی شوي. دافغانستان دحکومت ېوشمېر چارواکو دا اړېکې داسې وبللې چی له څوکلونو راهېسی روانې دي خو هغوی وايي چې دغو اړېکوپه دې نېژدی وخت کې زوراخېستی دی.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلری کلنټن په بروگسل کې خبرېالانو ته د پنجشنبې په ورځ ووېل چې داخبره له وخت نه ډېره مخکي ده چې څوک ووايي اېا دافغانستان د سولې د خبرو بهېر به کامېاب سي او که نه.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکي چې د طالبانو دخبرو ماهېت تراوسه پورې محرم ساتل شوېدی. حتی د سولې د نوي عالی شورا غړي هم پرې خبرندی، په داسې حآل کې چې هغوی به باالاخره داسی پالېسی جوړوی چې داخبری څنگه پرمخ ولاړی شی.

په دې تازه وختونو کې داسي ښکاری چې دامرېکا چارواکي دېاغېانو له جگپوړه مشرانو سره د خبرو په برخه کې ډېر جدي دي. ان تردې اندازې پورې چې کابل ته د مذاکراتولپاره دطالبانو دمشرانو د سفر سهولتونه برابروي.

ورځپاڼه لېکي چې په دې برخه کې دافغانستان له چارواکېو سره شک اوبد گوماني موجوده ده چې اېا پاکستان به چې په داسي نظر ورته کتل کېږي چې دطا لبانو پر مشرانو باندې دېادونی وړ کنترو ل لری، د سولي د خبرو په پرمختگ کی به مرسته وکړی او که نه.

ورځپاڼه لېکی چې دافغانستان د ددفاع وزېر رحېم وردگ په دې اونۍ کې په ېوه مرکه کې ووېل چې دی فکر کوی جگپوړه ېاغېان به ونشي کولی چې دلته راشی ترڅو پورې چې د خپلو پلوېانو بشپړ ملاتړ ورسره نه وي.

واشنگټن پوست په پاې کې لېکی چی هېلري کلنټن په بروکسل کې دناټو غړېو هېوادونو ته خواست وکړ چی د افغانستان دقواو د روزنې لپاره نور تعلېمي پرسونل دغه ملک ته ور ولېږي.

ورځپاڼه لېکي دناټو د مشر اندرېس فاغ راسموسېن په دې برخه کې خبرېالانو ته ووېل چې دی په دې برخه کې خوشبېن دی چې په کافې اندازه روزونکی لری. هغه ووېل چې ده ته په دې برخه کې ډېر مثبت او هڅووونکی ځوابونه ورکړل شویدي.

دروېټرس خبري اژانس لېکي چې دامرېکا متحده اېالات به په خپله وسه کې هر هغه څه وکړي چې دافغانستان د جمهوررئېس حامدکرزي ملاتړ وکړي چې د طالبانو له ېوشمېر اشخاصو سره د پخلاېنې بهېر ته زور ورکړي. خو هغوی په دې خبره هم اقرار کوي چې دا بهېر پېچلی دی او ښايي کار ورنکړي.

روېټر د دفاع دوزېر رابرت گېټس او خارجه وزېرې هېلری کلنټن له قوله لېکي چې مو ږهروخت داخبره تصدېق کړېده چې پکارده پخلاېنه دافغانستان د مسلی د حل ېوه برخه وي. رابرت گېټس ووېل موږ به خپله وسه کې هرهغه څه چې کولی شو وکړو چې ددی بهېر ملاتړ وکړو .

دامرېکا د بهرنېو چارووزېرې هېلری کلنټن ووېل موږدېته چمتو نه ېو چې په دې برخه کې اوس قضاوت وکړو چې داهڅی به مېوه ونېسی او که نه.

روېټر په پای کې لېکی ددې خبري څرگندول چې ناټو دافغانستان د حکومت او طآلبانو ترمنځ روغی جوړی د خبرو لپاره تسهېلات برابروي، داښکاره کوي چې د سولی په دې خبرو کې د غرب نقش تر پخوا چې دکابل حکومت ددغه نهه کلن جنگ د سېاسي حل لپاره ابتدایی هڅې کولی اوس ډېر زېات دی.

XS
SM
MD
LG