د لاس رسي وړ اتصالات

څو سناتورانو د اوباما نه غوښتي چې د افغانستان عمومي مفتش له دندې نه ګوښه کړي


US Congress, September 2010, Credit: VOA, Héctor R. Cerpa, voanoticias.com
US Congress, September 2010, Credit: VOA, Héctor R. Cerpa, voanoticias.com

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا څلورسناتورانو له جمهوررئېس براک اوباما نه غوښتي دی چی دافغانستان د بېارغونی د چارو خاص او عمومی مفتش ارنولډ فېلډ له خپلې وظېفې نه لېری کړی.

دکرېچسن ساېنس مانېټر ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ د سپتمبر په ٢٣مه لېکی چې که غواړئ چې افغانستان بهتر شی نو قراردادېان ترېنه خارج کړئ.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا څلورسناتورانو له جمهوررئېس براک اوباما نه غوښتی دی چی دافغانستان د بېارغونی د چارو خاص او عمومی مفتش ارنولډ فېلډ له خپلې وظېفې نه لېری کړی. هغوی وايی چې د حکومت دارزېابی په نتېجه کې داڅرگنده شوېده چې د ارنولډ فېلډ ددفتر ېاسېگار SIGAR له خوانه چې کوم احتساب او تفتېش شوېدی په هغه کې ډېر نواقص پېدا شوېدی.

سناتورې مکاسکل دملی امنېت د جرگه گی رئېسی چې د قراردادونو څارنه کوی ووېل چې په تېرو ١٨ مېاشتوکې دوه ځلی موږ د سېگار د موسسی په برخه کې دا اندېښنه څرگنده کړېده.

له هغی سره په دغه غوښتنه کې سناتور ټام کوبرن ، سوسن کالېنز او چارلز اې گراسلی ملگری دی. د ارنولډ فېلډ ددفتر مخفف نوم SIGAR دی. دغه راز اداری په ملکی او ېانظامی چاروکې سلامشوری او سپارښتنی کوی او همدارنگه د پراخه تحقېقاتو صلاحېت لري.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د دغو سناتورانو د لېک سبب دادی چې ارنولډ فېلډ د سلاکارۍ ېوقرارداد چې د ٩٥ زرو ډالرو دی له داوطلبی نه پرته جوزېف شمېت نومی سړی ته ورکړېدی. داسړی پخوا دامرېکا ددفاع وزارت عمومی مفتش و. سناتوران وايی چې هغه په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې په داسی حآل کې استعفې وکړله چی دهغه دناسمو اجرااتوپه برخه کې ډېر ې ادعاگانی شوی وی. د SIGAR نطآقې سوزن پېلن ووېل چې آرنولډ فېلډ افغانستان ته روان دی او دسناتورانو په لېک باندی ېې مستقېمه تبصره نده کړی. نطآقې ووېل چې ښاغلی فېلډ دهغو سپارښتنو هرکلی کړېدی چې دمفتشانو د عمومی شور ی له خوانه د اهلېت او صداقت په باب شوېدی. داهغه مستقله اداره ده چې دهغه ددفتر ارزېابی اوڅارنه ېې کړېده او دده اداری لوړه کړېده چې دهغوی سپارښتنی د سپتمبر تر ٣٠ می پورې عملی کاندی.ارنولډ فېلډ ېو متقاعد تورن جنرال دی چې د پخوانی جمهوررئېس جورج بش په دوره کې ددغه کار لپاره گومارل شوی و. دهغه موسسی ته تر ٣٠٠٩ مېلادی کال پورې پوره بودجه ورکړل شوی نه وه.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې د سږکال دفبروری په مېاشت کې د مفتشانو دعمومی دفتر له خوانه تفتېش او څارنه پېل شوه . په دغه څارنه اوارزېابی کې د سېگار په دفتر کې ېوشمېر غټ نواقص را پېدا شول چې په دې جمله کې هغوی په دې کی ناکام شوی وو چې کم تر کمه معېارونه د کارونو د کېفېت د کنترول په برخه کې مراعت کړی. د سناتوران په لېک کې لېکل شوېدی چې همدې ته ورته اداره دبېارغونی دکارونو دتفتېش لپاره په عراق کې وه اوهغوی سپارښتنه کړی وه چې هغه دې د افغانستان دبېارغونی دکارونو د تفتېش له اداری سره ېوځای شی. اوپکارده چې ېوعمومی مفتش ددواړو هېوادونو لپاره کار وکړی.

دکرېچسن ساېنس مانېټر ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکی چې که غواړی چې افغانستان بهتر شی نو قراردادېان ترېنه خارج کړی. دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی په دې نېژدی وخت کې ېو جنجالی فرمان صادر کړ چې مقصد ېې له افغانستان نه په دې منی کې ، د ټولو شخصی امنېتی قراردادېانو اېستل وو. ورځپاڼه لېکی چی ددی په نظر کې نېولو سره چې د اداری فساد شواهد ډېرد ی او هغه امرېکا ېې کمپنی چې دامرېکا دانکشافې مرستو ېا ېواېس اېډ له اداری سره تړاولری ناسم کارونه کوی ، ښاغلی کرزی سم کار وکړ چې دا فرمان ېې صادر کړ. په حقېقت کې پکارده چی هغه د خپل فرمان داېره پراخه کړی چې ټول انکشافی قراردادېان له خپل هېواد نه وباسی.

انکشافې قراردادونه په حقېقت کې د حکومت دثبات او بېا رغونی له خوانه تضمېن شوی دی چې د ثبات او بېارغونی د هڅو لپاره کېږی. خو هغه شخصی کمپېنو ته ورکړل شوېدی .

کرېسچن ساېنس مانېټر لېکی چې دمکتبونو د خرابو اوورانو وېجاړو له تعمېرونو او هغو تعمېراتونه چې سم جوړ شوی ندی، او هغه په بلېونو ډالره چې په داسی پروژو لگېدلی دی چی له تکمېل نه مخی ترک شوېدی او هغه پراخه تقلب او ضاېعات چې د وبا په څېر په انشکافې کارونو کې موجود دی هغه ېوازې دامرېکا مالېه ورکوونکېو سره ټگی او خېانت ندی بلکه افغانان ېې هم ماېوسه کړېدی. دادهغو خلکو هڅو ته هم تاوان وررسوی چی غواړی ېوڅه کار وکړی چې په دې کې هغه غېر حکومتی موسسی شاملی دی چی په شخصی لحاظ تموېل کېږی. ېوشمېر شخصې کمپنی له حد نه زېاتو مصارفو ادعا کوی او له ېواېس اېډ نه ېې اخلی. ېوه کمپنی په افغانستان کې دېواېس اېډ د $1.4 billion بلېونو ډالرو قرارداد لری نو په دې توگه د ناسمو اجرااتو زمېنه پکې ډېره مساعده ده.

ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې ېقېنا افغانستان د خپل هېواد په امنېت اوثبات کې له سختی مبارزې سره مخ دی او اداری فساد به هم له منځه بېایی. خو داهم څرگنده ده چې دامرېکا قراردادېان دناسمی اداری او ناکامی سره مخ دی. هغوی داخبره اوږدوی چې په دوی باندی اتکا وشی. ورځپاڼه وړاندېز کوی چې داد افغانستان د حکومت لپاره مناسب وخت دی چې ېوبل اقدام وکړی چی دامرېکا انکشافې قراردادونه دې له افغانستان نه په ېوه معقول وخت کې لېری کړی شی.

XS
SM
MD
LG