د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت دننه برید د امریکا په مطبوعاتو کې


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت دننه برید د امریکا په مطبوعاتو کې
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت دننه برید د امریکا په مطبوعاتو کې

د افغانستان د کورنیوو چارو په وزارت کې د دووامریکایي افسرانو د وژل کیدلو پیښه د امریکا په مطبوعاتو کې زیات منعکس شوې ده. مونږ په دې اړه د نیویارک ټایمز او واشگنټن پوسټ د ورځپاڼو د مطالبو خلاصه لیکلې ده.

نیویارک ټایمز د فبرورۍ د ٢٥ نیټې په گڼه کې لیکي چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه امریکایي سلا کاران ووژل شول او ناټو د افغانستان له وزارتخانو نه د خپلو پوځي سلاکارانو په ایستلو پیل وکړ. دا کار د امریکا په اډه کې د قران کریم د سوځولو پرسر بحران نورهم پیچلی کړ.

ورځپاڼه زیاتوي، د ناټو د قواوو قوماندان جنرال الن دا فرمان په داسي یو وخت کې صادروي چې د امریکا پرضد مظاهرې د هیواد په ډیرو برخو کې خپري شوي خو د اندیښنې وړ خبره دا ده چې دغې موضوع اوس د افغانستان په امنیتي ادارو او وزارتونو کې چې د ایتلاف سره خوا په خوا کار کوي هم سرایت کړیدی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د کورنیو چارو وزارت په یوې وینا کې ویلي دي چې په یوه کس باندې شک دی ځکه هغه تښتیدلی دی او ویل کیږي چه دا کس د کورنیو چارو دوزارت یو ماموردی.

ورځپاڼه لیکي چې کرزي ددغې موضوع د اهمیت په سبب په تلویزیوني وینا کې له خلکو نه غوښتنه وکړه چې اوس یې وخت دی چې زیاتي حالات بیرته عادي شي ځکه دښمن له دغې وضعی نه غلطه گټه پورته کوي. کرزي ویلي دي چې له وزارتونو نه د ناټو د سلاکارانو وتل موقتي اقدام دی، خو ده د د دو امریکایي افسرانو په وژل کیدلو زیاته تبصره ونه کړه.

نیویارک ټایمز لیکي چې په داسي یوه مصون ځای کې د امریکایانو وژل کیدل د اندیښنې وړ ځکه کیدلای شي چې د دواړو خواوو د پوځیانو او ملکیانو ترمنځ د تربگني په وجهه د ایتلافي او امریکایي قواووعسکر په زیاتیدونکې اندازه وژل کیږي حتی دا وژنې د قران کریم د سوځونی نه مخکی پیل شویدي.

ورځپاڼه لیکي دا به د افغان او ایتلافی قواوو ترمنځ د گډو عملیاتو پر ستراتیژۍ باندې هم بده اغیزه وکړي، خو سره ددې هم جنرال الن ویلي دي چې امریکا د افغانستان جگړې ته اوس هم متعهد ده.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ددغې وژنې په اغیزو یو مطلب خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د وزارتونو نه د ناټو د پرسونل د وتلو امر چې جان الن ورکړی دی پنځه ورځې وروسته له هغه پیښیږي چې په امریکایي اډه کې د قران کریم څو نسخې وسوځول شوې او په دې سره په ټول هیواد کې د اعتراضونو څپې پیل شولې.

په دې اعتراضونو کې تراوسه ٢٥ افغانان و اوڅلور د ناټو عسکر وژل شوي دي. طالبانو د ټولو عسکرو نه غوښتنه کړیده چې دوي باید د لویدیزو هیوادونو عسکر په نښه کړي.

واشنگټن پوسټ لیکي چې دغه راز پیښې دا ښيي چې د اوباما د ادارې ستراتیژي چې دا فغانستان جگړه ختمه کړه څومر د ننګونو سره مخامخه ده. د دې لپاره چې یاغیان وځپل شي نو د دواړو لورو لپاره اعتماد ته اړتیا ده هغه مسله چې اوس ترپوښتنې لاندې راغلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې که څه هم له څه مودې راهیسي شک زیات شویدی خو د امریکایی افسرانو په وژل کیدلو سره اوس به سخته وي چې تر یوې مودې پورې خاصې موافقې لاس ته راشي او هغه مهال ویش په سمه توگه عملي شي چې د ٢٠١۴ کال په پای کې د ناټو ټولې قواوې له افغانستان نه ووځي.

واشنگټن پوسټ لیکي چې د مې په میاشت کې په شیکاگو کې د مشرانو یوه غونډه جوړیږي او په هغې کې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو او د طالبانو سره د لمړنیو خبرو په هکله پریکړې کیږي، خو په داسې حال کې چې افغانان د فرهنگي سوی تفاهماتو نه په غوصه دي، نو کیدای شي په دغو پلانونو کې بدلونونه راشي. په عین حال کې لویدیز هیوادونه هم د افغان پوځیانو لخوا د دوي په عسکرو له بریدونو نه خوابدي دي.

واشگنټن پوسټ ليکي چې د افغان لورې او لویدیزو هیوادو ترمنځ تاوتریخوالي کم کړي ولسمشر براک اوباما او د دفاع د وزارت چارواکو بخښنه وغوښتله، خو سره ددې هم اعتراضونه او مظاهرې دوام لري او حتی وروسته له دې چې وویل شول چې په کورنیو چارو وزارت کې دوه امریکایی افسران په همدی سبب وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG