د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امریکا د اړیکو په پراخوالي باندې د مطبوعاتو تبصرې


د پاکستان او امریکا د اړیکو په پراخوالي باندې د مطبوعاتو تبصرې
د پاکستان او امریکا د اړیکو په پراخوالي باندې د مطبوعاتو تبصرې

د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه واشنګټن پوسته په خپله ننۍ ګڼه کی لیکی چی د اوباما حکومت پریکړه کړې چی د پاکستان سره پوځی ، استخباراتي او اقتصادي مرستی د هغو جنجالونو او شکایتونو سره سره زیاتی کړی چی وایی پاکستان په قباییلی سیمه کی د ترورستانو د ډلو د ځپلو په اړه زیاته همکاري نه کوي.

ورځپاڼه لیکی چی د مرستو د زیاتولو دا پریکړه لدی امله شوی چی پاکستاني چارواکیو د ډیری مودی راهیسی دا ناری سوری اچولی وی چی امریکا ګواکی ورسره پوره همکاري نه کوی او یا دا چی امریکا د هغوی په امنیتی ستونزو نه غواړي ځان پوه کړي.

د پاکستان سره دا مرستې به د امریکا د جمهور ریس د مرستیال جو بایدن لخوا چی غواړي په راتلونکې اونۍ کی پاکستان ته ولاړ شي ، اعلان شی ، جو بایدن به د پاکستان د پوځ د لوی درستیز اشفق کیاني او د حکومت د عالی رتبه چارواکیو سره وګو ری.

ورځپاڼه لیکی چی جو بایدن به د پاکستاني چارواکیو سره په سیمه کی د هغوی د اوږدی مودی په ستراتیژۍ بحث وکړي او دا به ورته ووایی چی مشخصآ پاکستان څه ډول مرستی ته ضرورت لري چی په قباییلي سیمو کی د افغانستان سرحد ته نژدی د طالبانو د کمپونو د ړنګولو د پاره اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکی چی تیره میاشت د افغانستان د جګړې د ستراتیژۍ په ارزیابۍ کی راغلی وو چی په پاکستان کی د امریکایی ضد راپورته شوو افکارو د تسکین د پاره باید هلی ځلی زیاتی شي او د دواړو خواوو ترمینځ باید د تفاهم او همکارۍ فضآ ایجاد شي.

ورځپاڼه د چارواکیو په قول لیکی چی جمهور ریس اوباما او د هغه د ملی امنیت جګ پوړو مشاورینو د یو شمیر هغو پوځی او استخباراتی قوماندانانو وړاندیزونه رد کړل چی ویل یی نور یی زغم او صبر ختم شوئ او غواړی چی پلیو پوځونو ته اجازه ورکړل شي چی د یاغیانو د پټیدو په مرکزونو باندی حملی وکړي ، هغوی دی نتیجی ته ورسیدل چی امریکا نشی کولای د پاکستان سره چی اټومی وسلی لری او په ډیرو برخو کی د هغوی همکاري د امریکا د پاره ډیر اهمیت لری ، خپلی اړیکی ورسره خړی پړی کړې.

پاکستان مخکی شکایت کړئ ؤ چی د پاکستان سره د امریکا هغه مرسستی چی د تخمین له مخی په ٢٠١١ م کال کی درۍ میلیلرد ډالرو ته رسیږی ، هغوی ته ډیر سکوه ور روانې دی او هم د پوځی هیلوکوپټرو او نورو مهماتو مرسته ورسره نده شوې.

د امریکا د جمهور ریس د مرستیال جوبایدن د سفر په وخت کی به د دواړو خواوو ترمینځ ډیر سپینی خبری وشي ، ورځپاڼه د یوه بل امریکایی چارواکی په قول لیکی چی پاکستانیان په دی پوهیږی چی د امریکا په خارجی پالیسۍ کی د افغانستان او پاکستان موضوع ډیره مهمه ده نو دوی کولای شی ډیری غوښتنی وکړی خو دغه چارواکئ زیاتوی چی پاکستانیان په دی هم پوه شوی چی نور نو حالات خپل آخری پړاو ته رسیدلي دی او د دوی په سیمه کی به په ډیر نژدي وخت کی حالات که یو ډول وی او که بل ډول خو هغه هرومرو بدلیدونکي دي، هغه وویل چی پاکستانیان په دی پوهیږی چی نور نو دا لوبی باید پای ته ورسیږی.

ورځپاڼه په پای کی لکی چی د امریکا استخبارات به د پاکستان په هغو شکایتونو بحث وکړي چی امریکا د افغانستان په خاوره کی د سرحد نه د یاغیانو د اوښتو د مخنیوی په اړه زیاتی پوستی نه دی اچولې، خو په پاکستان به فشار واچول شی چی امریکا او افغانستان ته اجازه ورکړي چی د دوی په خپله خاوره کی د سرحدی کنټرول مرکزونه ایجاد شي.

XS
SM
MD
LG