د لاس رسي وړ اتصالات

ISI په طالبانو فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، مطبوعات


ISI په طالبانو فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، مطبوعات
ISI په طالبانو فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، مطبوعات

د وال سټریت ژرورنال په خپله پرونۍ ګڼه کی د ځینو امریکایي او افغان طالبانو په قول لیکلي چې د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو په قوماندانانو فشار اچوي چې په افغانستان کې د امریکایي او د ناټو قواوو پرخلاف وجنګیږي.

په پاکستان باندې د امریکا د یو لړ ټینګو نیوکو په جمله کې د چاودنو پړه تر ټولو ډیره مهمه ده او ورځپاڼه زیاتوی داسې ښکاري چې د افغانستان په جګړه کی د یو اساسي انډیوال ملک سره اړیکې خړې پړې شوې دي.

امریکا تر اوسه پورې پاکستان ته په میلیاردو ډالر د هغوي د پوځي پیاوړتیا او پرمختیایي پروژو په منظور ورکړیدي تر څو وکولای شي د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا او د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د منځنۍ طبقی طالبان دیته تشویق کړي چې خپلې وسلې په مځکه کیږیدي او خپل عادي ژوند د سره پیل کړي او په همدې اونۍ کې د ورځپاڼې په قول په کابل کې د سولې د بهیر په لار کی زیاتی هڅې روانې وې ، خو چارواکي وایي یو کم شمیر طالبان د خپلو وسلو ایښودو ته حاضر شویدي.

امریکایی چارواکي او ځینی طالب قوماندانان وایی چی د پاکستان استخباراتي اداره یا آی ایس آی د یاغیانو په قومانانانو فشار اچوي چې تسلیم نشي ، ورځپاڼه د کنړ په ولایت کی د طالبانو د یوه قوماندان په قول لیکي چې آی ایس آی هغه قوماندانان بندي کوي چی د آی ایس آی اوامر ونه مني .

امریکایي چارواکي و،ایي چې هغوي هم همدا ډول رپوټونه د هغو یاغیانو نه اوریدلي دي چې په جګړه کې نیول شوي وو او یا هغو چې غوښتل یې د خپلو وسلو د تسلیمولو او د جګړې نه د لاس اخیستو په اړه یې ورسره مذاکرات وکړي.

ورځپانه لیکي چې د پاکستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي دا ډول تورونه رد کړل او پدې یې ټینګار وکړ چې پاکستان د یاغیانو سره په جګړه کې ده نه دا چې د هغوي سره مرسته کوي.

ورځپاڼه ددغه چارواکي په قول لیکي چې وایي په افغانستان کې چې هره ستونزه ایجاد شي نو د هغې پړه پر آی اس آی ور اچول کیږي. امریکا پاکستان ته په میلیاردو ډالر ورکړي چې د افغانستان په جګړه کې ورسره مرسته وکړي او پخپل ملک کې د تندروانو پر خلاف مبارزه وکړي. ورځپاڼه زیاتوي چې پدې وروستیو ورځو کې په کونړ کې د طالبانو د قوماندان سره مرکه کړې او هغه ویلي چې په افغانستان کې د خارجي قواوو د شته والي سره مخالف دی. او د هغوي په خلاف به د جګړې نه لاس وانخلي.خو آی اس آی غواړي چې ټول خلک مړه کړي، پولیس، عسکر ، انجینر، معلمین، ملکي خلک او وایي چې په هیچا صرپه مکوۍ تر څو خلک وډار شي.

ورځپانه وایي چې دغه طالب قوماندان وویل هغه د آی اس آی د دې امر نه اطاعت ونکړ او آی اس ای پدې هڅه کې شو چې هغه بندې کړي. دغه طالب قوماندان د ورځپاڼې په قول زیاتوي چې افغانان ټول سره وروڼه دي او مونږ به سبا ته ټول یو ځای په یوه کوټه کې سره ناست یو.

ISI په طالبانو فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، مطبوعات
ISI په طالبانو فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي، مطبوعات

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د استخبارتي ادارې یا آی اس آی د مداخلو دا تورونه پداسې حال کې کیږي چې دافغنستان په جګړه کې د پاکستان په ونډې باندې په امریکا کې ډیره توجه اړول شویده.

امریکایي جنرال دیوډ پیټریس چې د جولای په میاشت کې یې په افغانستان کې د ایتلاف د قواوو قومانده په غاړه واخیسته اوس پدې زیات باوري شویدی چې په پاکستان کې د یاغیانو ځالې پرتې دي چې د هغه ځای نه افغان طالبان او د حقاني افراطي شبکه په افغانستان کې حملې کوي. ورځپاڼه لیکي چې جنرال ډیوډ پیټریس د سپټمبر په میاشت کې وویل چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په اړه موضوع په وار وار ورسره مطرح کړیده چې دا اندیښنه مو مشترکه وه او ما دا موضوع هم د پاکستان سره مطرح کړیده.

د څو کالو راهیسې امریکایي پوځي چارواکو د افغانستان سرحد ته نږدې د پاکستان په قبایلي سیمې کې د یاغیانو په خلاف د پاکستان هڅې ستایلې خو اوس امریکایي چارواکي لدې امله شکایت کوي چې پاکستان د تندروانو په خلاف چې د پاکستان په دننه کې ورته ګواښ ګڼل کیږي ، مبارزه کوي خو د هغو یاغیانو په خلاف هیڅ هم نکوي چې هلته په پاکستان کې دیره دي او د سرحد نه اوړي او په افغانستان کې حملې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان وایي د هغوي پوځونه په ډیرو ځایونو کې په عملیاتو بوخت دي. په تیره یو شمیر پوځ یې په سیلاب ځپلو سیمو کې د مرستو د روسولو په کارونو بوخت دي. ورځپاڼه دغه راز لیکي چې ای آس ای د 1990 په لسیزې کې په افغانستان کې طالبان په قدرت ورسول او د 2001 کال د سپټمبر د 11 مې تروریستي حملو وروسته پاکستان په رسمي توګه د طالبانو سره خپلې اړیکې وشلولې او د امریکا سره ملاتړی شو.

امریکایي چارواکي وایي چې د هغه وروسته د آی اس آی ځینو غړو د طالبانو او نورو تندرو ډلو سره خپلې اړیکې جاری وساتلې تر څو بالاخره د افغانستان نه د امریکایي قواوو د وتلو وروسته په افغانستان کې د پاکستان نفوذ ضمانت وکړي.

XS
SM
MD
LG