د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: ایران د افغانستان حکومتي چارواکو ته پیسې ورکړیدي


ګارډین: ایران د افغانستان حکومتي چارواکو ته پیسې ورکړیدي
ګارډین: ایران د افغانستان حکومتي چارواکو ته پیسې ورکړیدي

د ګارډین ورځپاڼې د ډسمبر د دویمې نیټې په ګڼه کې تر دی عنوان لاندې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د د فتر رئیس عمر دادودزي ویلي چې ایران د وزیرانو، مرستیالانو او د جمهوري ریاست ځینو مامورینو ته پیسی ورکوی یو مطلب خپور کړئ.

ورځپاڼه په کابل کې د امریکا د سفارت له قوله لیکي چې ایران یو شمیر افغان مذهبي او سیاسي مشرانو ته پیسې ورکوي او غواړي چې پدی ډول مذهبي مشران خپل کړي او هم افغان طالبان هلته روزي.

د حامد کرزي د دفتر مشر چی په دی وروستیو وختونو کی یی د ایران نه د نغدو پیسو د اخیستو خبره برالا شوی ده، یوه عالی رتبه امریکایی ډیپلوماات ته یی ویلی وو چی یو زیات شمیر افغان چارواکي د تهران په پیرول کی شامل دي چی په هغو کی داسی کسان هم شته چی د وزیرانو څوکیو ته کاندید دي.

عمر داود زي همدا شان ویلی چی ایران غواړي علاوه د دی چی مذهبی مشرانو ته پیسی ورکړي ، هغوی د وزیرانو ځینو مرستیالانو او نورو چارواکیو ته هم چی یو یا دوه یی په جمهوري ریاست کی دنده لری، د معاشونو د مرستی د پاره پیسی ورکوي، هغه دا خبری د فبرورۍ په میاشت کی د امریکا د سفیر مرستیال فرانسریکسیاردون ته کړی وی.

داودزي ویلی وو چی ځینی دغه کسان د خپلو وظایفو نه لیری کړئ شوي دي، ځکه چی د داودزي په خپل قول هغوی صادقه افغانان نه وو چی د ایران نه یی پیسی ترلاسه کولی، د ورځپاڼی په قول د تعجب خبره خو دا وه چی د اکتوبر په میاشت کی د داودزي خپل کړه وړه هغه وخت د ټولو په ژبه شول چی ښاغلي کرزي دا ومنله چی د دفتر ریس یی د ایران نه د نغدو پیسو کڅوړی چی پکی په سل ګونو زره د اییرو بنډلی پرتی وی، ایران ته د جمهور ریس سره د یوه رسمی سفر په ترڅ کی ترلاسه کړی وی. دا پیسی د دی دپاره وی چی د کرزي د دفتر سره مرسته وشي او د ډیپلوماتیکی مخابرو له مخی امریکایانو ته د دی موضؤع په اړه په کال ٢٠٠٩ م کی خبر ورکړل شوئ ؤ.

ورځپاڼه لیکی چی په کال ٢٠٠٧ م کی د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال ایریک ایدلمن ، کرزي ته ویلی و چی د ایران هلی ځلی ډیری زهرجنی شوی دي. دا خبری د هغو رپوټونو وروسته شوی چی وایی په ایران کی طالبانو ته روزنه ورکول کیږی، په وسلو سمبالیږی او د مځکی نه هوا ته د اوږی د سر داسی راکټونه ورکول کیږي چی د ناتو الوتکی پری وویشتلئ شي.

ورځپاڼه لیکی، په دی مخابره کی راغلي چی کرزئ په دی عقیده دئ چی ایران غواړي د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسی او د مرکزي آسیا نه پاکستان او هند ته د طبعی ګاز د رسیدو مخه ونیسی.

ورځپاڼه لیکی چی په ٢٠٠٩ م کال کی په یوه بل رپوټ کی خبردارئ ورکړل شوئ ؤ چی ایراني چارواکي ، د افغانستان په پارلمان کی داسی لمسونی کوي چی د ایُیتلاف د قواوو خلاف د پالیسیو ملاتړ وکړي او په پارلماني بحثونو کی د امریکایانو ضد خبری راپورته کړي، ورځپاڼه زیاتوی چی د ولسی جرګی د ریس مرستیال میرویس یاسیني یوه امریکایی چارواکي ته ویلی چی یوه ایرانی استخباراتي چارواکي په هغه فشار اچولئ ؤ چی د پارلمان اجنداُ داسی بدله کړي چی د ناتو په عملیاتو کی د ملکی تلفاتو په اړه پکي بحث وشي او که چیری ورسره موافقه وکړي نو ملاتړ به ورسره وکړي، ورځپاڼه لیکی چی کله یاسینی ورسره موافقه ونکړه، د پارلمان دوه نورو غړو په یوه بل بحث کی همدا موضوع یاده کړه او هماغسی خبری یی وکړی کومی چی ایراني استخباراتي مامور مخکی د یاسینی نه غوښتی وی.

ورځپاڼه لیکی چی په کال ٢٠٠٧ م کی د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبی او مرکزي آسیا د چارو مرستیال ریچارد بوچر ته ته ویلی وو چی د هغه حکومت باید مهم ګواښ ته توجه وکړی او هغه د یاغیانو سره د پاکستان ملاتړ دئ او نشی کولای چی د ایران سره مخالفت راواخلي .

ورځپاڼه لیکی چی سپنتا ویلی چی مونږ د امریکا او برتانیی سره موافق یو چی ایران زیاته مداخله کوي، خو مونږ باید محتاط وو چی د ایران سره د افغانستان په سرحد کی کومه بله جبهه جوړه نشي.

دغه راز ورځپاڼه زیاتوی چی سپنتا په یوه بل ځای کی امریکایانو ته ویلی وو چی ایران هم لږ تر لږه د پاکستان په شان خطرناک دئ او ادعا یی کړی وه چی دا موضؤع یی د ایران د جمهور ریس احمدی نژاد سره مطرح کړی ، هغه مسلمآ چی دا خبره رد کړه خو موضوع ورته یاده شوه.

XS
SM
MD
LG