د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د کیپیټالیزم پر ضد مظاهرې پراخې شویدي


په امریکا کې د کیپیټالیزم پر ضد مظاهرې پراخې شویدي
په امریکا کې د کیپیټالیزم پر ضد مظاهرې پراخې شویدي

دامرېکا د باسټن په ښار کې پولېسو په لسهاو کسان چې دپانګوالي نظام ېا کپېتالېزم خلاف ېې مظآهره کوله، او د وال سټرېټ له غورځنګ سره تړاولری، نېولي دي.

د وال سټرېټ غورځنګ چې دامرېکا په ټولو غټو ښارونو کې را ټوکېدلی دی.

دغه مظاهره چېان چې دوال سترېت داشغال له غورځنګ سره تړاولري، دمختلفو مساېلو په برخه کې شکاېتونه اوغوښتنی لری، خودهغو ی په شکاېتونو او غوښتنو کې غټ ټکي د زېاتی ګټی لپاره دغټو کمپنېو حرص او اقتصادي نابرابري شامله ده.

ځايي خبري رسنۍ وايي چې دپولېسو له خوانه د مظاهر چېانو توقېفول، د سه شنبی په ورځ دوخته هغه وخت پېل شول چې مظاهره چېانو د پولېسو غوښتنو ته غوږ ونه نېو چې وېل ېې دخپلې مظاهری نه په هغه دولتی ځای کې لاس واخلی چې په دې نېژدی وخت کې پکې ډېر پراخ نوښت او ترمېم شوېدی.

د باسټن د مظاهره چېانو له نېولو نه مخکی پولېس خبرداری ورکړ چې که مظاهره چېان خپل پخوانی ځای ډېوي سکوېرته ستانه نشول نو دوی به د غېرقانونی مظاهرې او په ملکېت باندې دتېري په تور توقېف شي.

د وال سټرېټ اشغال کړئ غورځنګ په ډېروامرېکا يی ښارونو کې مظاهری کړېدی، ددوی غټه غوښتنه د غټو امرېکا يی کمپنېو حرص او اقتصادی نابرابری ده. ددوشنبی په ورځ په واشنګټن کې همدغه راز مْظاهره چېانو د پانګوالي نظامی او په بهر کې دامرېکا په جګړو اعتراض کاوه. دغه مظآهری تقرېبا له ېوې اونۍ راهېسی روانی دی او له سپېنی ماڼی نه ېوڅو بلاکونه لېری دی.

XS
SM
MD
LG