د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستاني پوځیانو د روزنې ځنډول شوی پروګرام بیرته پیل کړ


د امریکا جمهور رئیس دوه کاله وړاندې د پاکستان پوځ سره د امریکا د پوځ همکاري ځنډولې وه.
د امریکا جمهور رئیس دوه کاله وړاندې د پاکستان پوځ سره د امریکا د پوځ همکاري ځنډولې وه.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د پاکستاني پوځیانو د زده کړو او روزنې د ځنډول شوي پروګرام د بیرته پیلیدو امر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د مرستیالې دفتر ویلي، چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امر پر اساس د امریکا او پاکستان د پوځ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د ملي امنیت په برخه کې لومړیتوبونو ته په کتنې د پوځیانو د زده کړې او روزنې پروګرام بیرته پیل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د مرستیالې دفتر د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې پاکستان پوځ ته د امریکا ځنډول شوې مرستې لا هم د پخوا په څیر بندې دي.

امریکا د خپلو مرستو د ځنډولو وړاندې پاکستان ته هر کال دوه ملیاردو ډالرو پورې پوځي مرسته ورکوله، چې د دغې مرستې سربیره یې پاکستاني پوځیان هم په خپلو پوځي مرکزونو کې رورزل.

که څه هم د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د دغه پروګرام د بیا پیلیدو امر د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر د میاشتې په ۲۳ مه ورځ شوی وو، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د مرستیالې دفتر دا خبر د جمعې په ورځ ( مرغومی ۱۳ مه) ورکړی دی.

امریکا جمهور رئیس دونالډ ټرمپ دوه کاله وړاندې د پاکستان د پارلماني ټاکنو دمخه په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستو پروګرام او په امریکا کې د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام د ځنډولو پریکړه کړې وه.

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۷ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د مرستو د ځنډولو اعلان کړی وو.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه مهال ویلي وو، چې دا پروګرام به تر هغه پورې وځنډوي، چې د ښاغلي ټرمپ پر وینا د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د میشتو افغان حکومت وسله والو مخالفانو ډلو پر وړاندې اقدام نه وي کړي او د هغوی پناه ځایونه یې له منځه نه وي وړي.

پاکستان په خپله خاوره کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته د پناه ورکولو په اړه تورونه په کلکه ردوي.

د تیر۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په میاشت کې امریکا ته د صدراعظم عمران د سفر او هلته په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د کتنې وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې بیرته ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG