د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جنایي جرمونو د یوې څارنوالې ویزه باطله کړې


د امریکا حکومت د جنگي جرمونو د نړیوالې محکمې د یوې څارنوالې ویزه لدی کبله باطله کړېده چې هغه په افغانستان کې د جنگي جرمونو تحقیقات کوي.

د جنگي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بینسودا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ویزې باطلول د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا د نړیوالې محکمې ځپل دي.

د بینسودا په اعلامیې کې ویل شوي چې د ویزې باطلول به یې په امریکا کې په ملاقاتونو اغیزه ونکړي ځکه چې هغه په منظم ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې چې دغه اقدام یې کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو تیره میاشت ویلي و چې هغوي به د هغه کسانو ویزې باطلوي او یا به نورې ویزې نه ورکوي چې غواړي د امریکا د عسکرو ضد د جنگي جرمونو د تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG