د لاس رسي وړ اتصالات

میدویدیف کریمیا ته د یوه پلاوي سره تللی


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سره په پاریس کي د لیدو کاتو پرمهال
د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سره په پاریس کي د لیدو کاتو پرمهال
د روسیې لومړی وزیر ډیمیتري میدویدیف په کریمیا کي دی. د روانې میاشتې د پیل راهیسې کله چي روسیې د کریمیا سیمه اشغال کړه، میدویدیف تر ټولو جګپوړی روسی چارواکی دی چي دې سیمې ته ورځي.

ښاغلی میدویدف وايي چي هغه د روسي چارواکو د یوه پلاوي مشري کوي چي د کریمیا ټاپو ته د هغه په وینا د پراختیايي پروژو دپاره ورځي.

لومړي وزیر میدویدیف وویل چي روسیه به په کریمیا کي یو ځانګړی اقتصادي زون رامنځ ته کړي او کمپنیوو ته به ځانګړي رعایتونه پیشنهاد کړي چي کښته مالیه او ساده قوانین به په کښي شامل وي. ښاغلي میدویدیف د کریمیا د سیمې د چارواکو د معاش او تقاعد د امکاناتو د زیاتیدو ژمنه هم وکړه.

د هغه د دوشنبې د ورځې سفر په داسي حال کي ترسره کېږي چي یوه ورځ مخکي یې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د روسیې څخه وغوښتل چي د اوکراین د ختیځ او جنوبي سرحدي سیمو څخه دي په زرګونو روسي عسکر ایسته کړي.

په پاریس کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
ښاغلي کیري د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف ته پرون د یکشنبې په ورځ په پاریس کي د لیدو کاتو پر مهال وویل چي د روسیې ځواکونه په اوکراین کي د ویري یوه فضا رامنځ ته کوي او دا چي د قواوو حضور د ډيپلوماتیکي لحاظه هیڅ نسي ترلاسه کولای.

ښاغلي لاروف د روسي ځواکونو په هکله مستقیمه تبصره ونکړه خو د تیرۍ اونۍ زیاتره برخه یې پر دې ولګوله چي امریکا قانع کړي چي روسیه د اوکراین د سرحد څخه د ورتیریدو نیت نلري.

ښاغلي کیري وویل چي هغه او ښاغلي لاروف پر دې باندي هوکړه وکړه چي د اوکراین خلګ د خپل راتلونکي د ټاکلو حق لري.
XS
SM
MD
LG