د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ونزویلا په دوو پخواني چارواکو بندیزونه ولگول


امریکا د ونزویلا دوه پخواني چارواکي په اداري فساد تورن کړیدي او په هغوي یې بندیزونه لگولي

د امریکا حکومت د ونزویلا په دوو پخوانیو چارواکو بندیزونه لگولي دي، دغو دواړو چارواکو د ونزویلا د برق په وزارت کې دندې ترسره کړیدي. امریکا په دغو کسانو د اداري فساد او د غلا په دسیسو کې د لاس لرلو تورونه لگولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت وایي چې لویس موټا چې د ونزویلا ولسمشر نکولس مډورو د اپریل په میاشتې کې د دندې گوښه کړی و، او جوز لوگو چې هغه د برق په وزات کې د مالیې چارو مشر و ، یې په تور لسټ کې شامل کړیدي.

د امریکا د حکومت اعلامیه وایي چې دغو دواړو کسانو د حکومتي پیسو نه د خپل شخصي کارونو لپاره گټه پورته کړیده او د ونزویلا ولس ته یې تاوان رسولی دی.

د یادونې وړ ده په ونزویلا کې څو میاشتې مخکې د برق د کموالې له کبله خلک د سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي و.

د امریکا حکومت په دغو دواړو کسانو د برق په برخه کې د ستونزو پیدا کولو مسول گڼلي دي.

د دغه بندیزونو معنی دا ده چې په امریکا کې به د دغو دواړو شتمنۍ کنگل شي او د هغوي سره به امریکایان ورکړه راکړه نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG