د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د حقاني د ډلې قومندان په تور لست کې شامل شو


امریکا: د حقاني د ډلې قومندان په تور لست کې شامل شو
امریکا: د حقاني د ډلې قومندان په تور لست کې شامل شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د حقاني د ډلې د یو قومندان نوم پخپل تور لست کې شامل کړی دی او امریکاییانو ته یې ویلي چې له هغه سره هیڅ ډول معامله ونکړي.

دا قومندان سنګین ځدران نومیږي چې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو له خوا د پکتیکا والي نومول شوی دی.

ددې پریکړې له مخې به په امریکا کې د هغه ټوله شتمني هم ضبط شي.

پدی اعلامیې کې راغلي چې ځدران د افغانستان په بریدونو او د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله د اورپکو په سمبالولو کې ستر لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې جلا اعلامیې په خپرولو سره په غزې کی دېره د جیش الاسلام د ډلې مشر ممتاز دغموش نوم هم پدې تور لست کی ور اضافه کړی دی.

XS
SM
MD
LG