د عربي ټاپو وزمې روان پېچلی سیاسي چاپېریال د سعودي عربستان د پاچا د مړي په خښولو او د نوي ځای ناستي په ټاکلو لا پېچلی شوی دی.
په متحدو ایالتونو کې د سپینې ماڼۍ چارواکو دا هیله ښودلې چې د پاچا عبدالله له مړینې وروسته سعودي عربستان له امریکا سره په یمن کې د بنسټپالو د فعالیتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي، چې له یمن باندې په نورې نړۍ کې بریدونه وکړي.
د امریکا له ملاتړ نه د یمن د برخمن حکومت، له نسکورېدو وروسته په سیمه کې وضعیت نور هم پیچلی شوی او له یو څرګند حالت سره مخامخ دی.
په عربي ټاپووزمې کې د القاعده پر ضد د متحدو ایالتونو په جگړه کې یمن مهم رول لوبولی دی.
د یمن پخواني حکومت امریکااجازه ورکړې وه چې په هغه هېواد کې د القاعدې پر مرکزونو او پټو ځایونو هوايي بریدونه وکړي، خو اوس د دې او د ترهگرۍ پر وړاندې د نورو عملیاتونو راتلونکی ناڅرگنده ښکاري.
په یمن کې د القاعدې او په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د جنگیالیو پر وړاندې جگړې کې د ملک عبدالله تر مشرۍ لاندې د سعودي حکومت د واشنګټن یو قوی ملگری و. خو دا چې د نوي پاچا په راتگ سره د دواړو هېوادونو دا ملگرتیا به څومره دوام وکړي؟
د ستراتېژیکو اړیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څېړونکي انتوني کورډزمن، باور لري چې د پاچا له مړینې ورسته به هم د واشنګټن- ریاض په عمومي اړیکو کوم لوی بدلون نه راځي.
د ښاغلي کورډزمن، په وینا پاچا سلمان، یو داسې کس دی چې د متحدو ایالتونو سره د کار کولو تجربه لري او هغه د دې ایتلاف پر ارزښت ښه پوهیږي.
خو دغه اتحآد په نېږدې میاشتو کې یو څه ستونزمن شوی و. تېرکال د مارچ په میاشت کې جمهور ریس اوباما سعودی عربستان ته سفر وکړ. ترهغې وروسته داسې واوریدل شول چی په دې سفر کې دامریکا چارواکو ته د پاچا عبداللهله خوا ېو څه سپېنې خبرې شوې وې.
سعودي عربستان د اتومي پروگرام د ډېپلوماسۍ په گډون د ایران په اړه د ښاغلي اوباما دریځ ته د یوې خطرناکې لوبې په نظر گوري چې کیدای شی تهران په غیر عمدي توگه ځواکمن کړي.
پرون واک ته د رسېدو وروسته د ملک عبدالله ځای ناستی پاچا سلمان، د سعودي په تلویزیون کې راښکاره شو او ویې ویل چې د خپل ورور سیاست به روان وساتي.
دهغه دا خبرې د متحدو ایالتونو د چارواکو لپاره په دې ناڅرگند حالت کې یو ښه زیری ګڼل کیږي.